د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اندونیزیا جمهوریت د هلال احمر او د جوماتونو شورا رئیس او د اندونیزیا د پخواني ولسمشر مرستیال محترم محمد یوسف کالا او مل پلاوي سره وکتل

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۲:۵۳
5U2A9647

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۱۶مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د اندونیزیا جمهوریت د هلال احمر او د جوماتونو شورا رئیس او د اندونیزیا د پخواني ولسمشر مرستیال محترم محمد یوسف کالا او مل پلاوي سره وکتل.

د دغه لیدنې پر مهال د دواړو لورو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او د دواړو هېوادونو د ولسونو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، افغانستان او اندونیزیا د تاریخ په اوږدو کې ښې اړیکې لرلې دي او اوسمهال د دغو اړیکو د پراختیا لپاره ښه زمینه برابره شوې، چې پکار ده دواړه هېوادونه یې د پياوړتیا لپاره په ګډه کار وکړي

محترم ملا صاحب زیاته کړه، په افغانستان کې د سرتاسري امنیت په راتلو سره د انرژۍ، کانونو، اوبو بندونو، زېربنا، صنعت او نورو برخو کې د پانګونې ښه فرصتونه رامنځته شوي، چې اندونیزیايي پانګوال کولی شي په یادو برخو کې پانګونه وکړي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل اسلامي امارت پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته کړې دي او د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي.

د اندونیزیا جمهوریت د هلال احمر او د جوماتونو شورا رئیس او د دغه هېواد د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یوسف کالا په افغانستان کې د رامنځته شوو پرمختګونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې دوی به د اندونیزیا حکومت، خلکو او نړۍ ته د افغانستان واقعي وضعیت په ډاګه کړي. نوموړي وویل، اندونیزیا په مختلفو برخو کې له افغانستان سره د خپلو اړیکو پراخول غواړي او اندونیزیايي پانګوال لېواله دي، چې د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي. ښاغلي محمد یوسف کالا زیاته کړه، په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په موخه اندونیزیايي اقتصادي پلاوی کابل ته راشي او دلته به په مختلفو برخو کې د ګډو اقتصادي همکاریو په اړه له افغان لوري سره بحثونه ولري.

په پاى کې دواړو لورو د افغانستان او اندونيزيا ترمنځ په سياسي، اقتصادي، سوداګريزو او تعليمي برخو کې د اړیکو په پراختيا ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اسلامي ثقافت د چاپ او نشر تولیدي مرکز د بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۲مه نېټه په صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې «د افغانستان اسلامي ثقافت د چاپ او نشر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۳۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په غونډه کې د بهرنیو تمویلوونکو له لوري د تمویلېدونکو نیمګړو پراختیايي. . .

BACK TO NEWS