د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال: اسلامي امارت هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه بنسټیزې پروژې پيل کړې دي

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۵:۳۷
WhatsApp Image 2024-07-24 at 13.43.33_7841778b

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد میاشتې په درېیمه نېټه د کار په ملي کنفرانس کې چې د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې جوړ شوی و، ګډون او وینا وکړه.  محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلو خبرو پرمهال وویل؛ د افغانستان اسلامي امارت د هېواد ملي ګټو او متقابل احترام په پام کې نیولو سره د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل ته چمتو دی، پر هغوی غږ کوي تر څو هغه ظالمانه بانکي تحریمونه چې ګڼ شمېر اقتصادي ستونزې یې زیږولې او د بېکارۍ کچه یې لوړه کړې، لرې او د افغانستان اسلامي امارت سره مثبت تعامل ته رامخکې شي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د یوه مسوول او حاکم نظام په توګه دا خپل مسوولیت ګڼي، چې هېوادوالو ته په وخت او ښه ډول خدمات وړاندې کړي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال دغه راز وویل، اسلامي امارت د خلکو ستونزې او اندېښنې له پامه نه دي غورځولې، بلکې ټول مسوولین هڅه کوي چې هېوادوالو ته د نورو اسانتیاوو برابرولو ترڅنګ کاري فرصتونه هم رامنځته کړي. محترم ملا صاحب په هېواد کې پیل شویو بنسټیزو پروژو ته په اشارې سره وویل، اسلامي امارت د قوش‌تېپې کانال، د آمو نفتي حوزې، بخش آباد بند او دې ته ورته نورې بنسټیزې او بیارغونې پروژې پيل کړې دي، چې لسګونه زره هېوادوال په‌کې پر کار بوخت دي محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلو خبرو پر مهال وویل، د کانونو د استخراج په برخه کې مثبت ګامونه اخیستل شوي، په کانونو کې د کورنیو او بهرنیو کمپنیو له لوري پانګونې ته لېوالتیا زیاته شوې او همدا راز د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري مهمې پروژې تاییدیږي، چې زرګونه نوي کاري فرصتونه یې رامنځته کړي.  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د کار ملي کنفرانس ګډونوالو ته وویل، اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ودې د پياوړتیا او د بې‌کارۍ کچې کمولو په موخه کوښښ کوي چې افغانستان د سویلي او مرکزي آسیا د وصل په نقطه بدل کړي، د سوداګرۍ کچه زیاته کړي، کورنیو تولیداتو ته د صادراتو زمینه برابره کړي، د انرژۍ د لېږد او انتقال لپاره کار وکړي، د اوسپنې پټلۍ شبکې پراخې کړي او د دې تر څنګ بهرني پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي. د محترم ملا صاحب په خبره، په یادو ټولو مواردو کې کوښښ دا دی چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه رامنځته شي.  د کار ملي کنفرانس د دوهمې ورځې پر مهال د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت او همدا راز د امارتي شرکتونو د انسجام ادارې ترمنځ د نویو کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه یوشمېر تړونونه هم لاسلیک شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې د سرپل ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۱۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۸:۵۵
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

BACK TO NEWS