د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۸ - ۱۳:۴۰
WhatsApp Image 2024-08-08 at 15.41.00_2fdfe27b

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۸مه نېټه د ویډیو کنفرانس له لارې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر سره پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو سربېره د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي کېدو د لارو چارو، تورغنډۍ بندر کې د رېل پټلۍ سټېشن د پراختیا، ترانزیټ او ټرانسپورټ کې د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو په اړه هراړخیزې خبرې وکړې. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل، اسلامي امارت او ترکمنستان په سیاسي او اقتصادي برخه کې ښې اړیکې لري او دواړه لوري باید د دغو اړیکو د لا پراختیا لپاره هڅې وکړي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، افغانستان او ترکمنستان په مختلفو برخو کې مشترکې ګټې لري چې اوسمهال یې د ترلاسه کولو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده. د محترم ملا صاحب په خبره، د افغانستان اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرنی سیاست تعقیبوي چې اساسي تمرکز یې پر سیمه‌ییز اتصال دی او دې موخې ته د رسېدو لپاره د سیمې او په ځانګړې توګه ترکمنستان همکارۍ ته اړتیا لري.  د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او ترکمنستان دوستانه اړیکو ته په اشارې سره وویل، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د خپلو سیاسي او اقتصادي اړیکو پراخولو په موخه په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې کارونه پیل کړي. همداراز نوموړي زیاته کړه چې هېواد یې په پلان کې لري په افغانستان کې د برېښنا او رېل پټلۍ شبکې په برخه کې  پانګونه وکړي.  محترم ملا صاحب وویل چې دواړه هېوادونه به په مختلفو برخو کې د یو لړ شریکو موضوعاتو په اړه ګډ کار ته ادامه ورکوي، ترڅو د دواړو هېوادونو لپاره له رامنځ ته شوو فرصتونو څخه اعظمي ګټه پورته شي.  په پای کې د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ته له ترکمنستان څخه د لیدنې بلنه ورکړه تر څو په مناسب وخت کې دغه هېواد ته سفر وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۴:۲۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: تاریخ ګواه دی چې افغانستان غوړه ګوله نه بلکې د زقوم ونه ده

ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن یکشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۹مه نېټه د حضرت ابو عبیده بن جراح (رض) د ملي دفاع پوهنتون قوماندانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۵:۲۳
Background image

بهرنیو پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې په مقابل کې د اقامو پر ورکړه بحث وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۳:۴۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د ظاهر شاهي مارکېټ په تړاو. . .

BACK TO NEWS