له قزاقي پلاوي سره د لیدنې پر مهال د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وینا
نحمده و نصلی علی رسوله الکریم اما بعد
فأعوذ بالله من الشيطان الرجيم، بسم الله الرحمن الرحيم
د مجلس ټولو ښاغلو ګډونوالو ته؛
السلام علیکم ورحمة الله و برکاته!
له هرڅه وړاندې د دوست هېواد قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او د هغه په مشرۍ راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وایم. د خوښۍ ځای دی چې له یو کال وروسته بیا ځلې په کابل کې سره ګورو، هرکله راسئ!
په سر کې غواړم د قزاقستان هېواد له هغو بشري مرستو څخه مننه وکړم، چې یاد هېواد د طبیعي پېښو له امله د زیانمن شویو افغانانو سره کړي دي.
تاسې ته بهتره معلومه ده، چې د افغانستان او قزاقستان ولسونه دیني، ژبني، قومي، تاریخي او جغرافیايي مشترکات لري. پر دې سربېره، دواړه هېوادونو په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او نورو برخو کې واضحې او روښانه مشترکې ګټې لري.
خصوصاً له څه باندې دوه نیم کاله وړاندې په افغانستان کې له تاریخي مثبت تحول وروسته چې اوږدمهاله بېثباتي پای ته ورسېده، د دې فرصت رامنځ ته شو، چې د افغانستان او قزاقستان تر منځ سیاسي اړیکې لا ټینګې سي.
د افغانستان اسلامي امارت د قزاقستان هېواد د هغې پرېکړې هرکلی کوي چې له مخې یې اسلامي امارت د هغو تحریم سوو ګروپونو له لست څخه ايستلی، چې دوی پرې په خپله خاوره کې د فعالیت بندیز لګولی و.
دغه راز دواړه هېوادونه کولای سي له خپلو مثبتو او تاریخي اړیکو او جغرافیو څخه د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په مقصد ګټه پورته کړي. په همدې موخه قزاقستان هېواد لومړی ګام پورته کړ چې په هرات ولایت کې د دې هېواد د سوداګرۍ خونې پرانیستل و، چې اسلامي امارت یې هرکلی کوي.
دا خونه به د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه لوړه، سوداګرو ته به آسانتیاوې برابرې او د سوداګرۍ په برخه کې به شته ستونزې هوارې کړي.
همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت د هغه هوکړې هرکلی هم کوي، چې له مخې یې قزاقستان هېواد د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ مهمې پروژې د پراختیا په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
اسلامي امارت د سیمه ییز اتصال دا لویه پروژه د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتېدو لپاره مهمه بولي او له خپل لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکوي.
دا چې قزاقستان د مرکزي آسیا یو له هغه هېوادونو څخه دی، چې د تېلو او ګازو پرېمانه زېرمې لري، قزاقستان کولای سي د افغانستان له لارې جنوبي آسیا ته چې تېلو او ګازو ته زیاته اړتیا لري ترانزیټ ترسره کړي.
زه باور لرم چې افغانستان او قزاقستان شته فرصتونو او اړتیاوو ته په کتو سره په سیمه کې ښه اقتصادي شریکان جوړېدای سي او اړتیا لیدل کېږي چې دواړه دوست هېوادونه د کانونو، ترانسپورټ، ترانزیټ، خدمتونو، سیمهییزې زېربنا او بنسټیزو پروژو د پیل او مدیریت په برخه کې یوځای کار وکړي، چې په نېږدې راتلونکې کې به د دواړو هېوادونو په اقتصادي ثبات، پراختیا او ښېرازۍ کې مؤثر رول ولوبوي.
همدارنګه قزاقستان هېواد د کرنې په سکټور کې هم پرمختګ کړی دی. اسلامي امارت غواړي چې د کرنې په برخه کې د دې هېواد له تجربو ګټه پورته کړي، هیله لرم چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه په دې برخه کې په ګډه کار وکړي.
افغانستان تازه له اشغال او جګړو راوتلی، د پرمختګ پر لور یې ګامونه پورته کړي، د اقتصاد او سوداګرۍ لپاره یې آزاد بازار او پراخ بنسټونه رامنځته کړي، خو سره له دې هم د روغتیا، پوهنې او یو شمېر نورو برخو کې لا هم له ستونزو سره مخ دی، اسلامي امارت له قزاقستان هېواد څخه غواړي چې په دې برخو کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
که چېرې د دواړو هېوادونو د سوداګرو د ستونزو د حل په خاطر د افغانستان او قزاقستان ترمنځ شته بانکي ستونزو ته د رسېدنې په موخه هوکړه لیک لاسلیک، د افغان – قزاق ګډې کمپنۍ جوړې او د افغان سوداګرو لپاره د وېزو د ورکړې په برخه کې آسانتیاوې رامنځته سي دا به د دواړو هېوادونو پر ګډې سوداګرۍ مثبته اغېزه وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت له خپل لوري تاسو ته د همکارۍ ډاډ درکوي. همداشان په نویو نوښتونو او پروژو باندې هم باید فکر وسي ترڅو د دواړو هېوادونو تر منځ د بنسټيزو پروژو، ګډې سوداګرۍ، ترانزیټ، سیمه ییزو مسایلو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لامل سي.
له توجه څخه مو مننه