د نوي کېدو وړ انرژۍ د ملاتړ صندوق رامنځته کولو پر طرحه بحث وشو
د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د نوي کېدو وړ انرژۍ د ملاتړ صندوق رامنځته کولو پر طرحه او یوشمېر نورو موضوعاتو بحث وشو. په غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته د اوبو او انرژۍ وزارت استازو ته دنده وسپارل شوه، څو د نوي کېدو وړ انرژۍ د ملاتړ صندوق رامنځته کولو طرحه د بیاکتنې په موخه د مالیې، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د امارتي شرکتونو د رهبرۍ پلاوي اړوند د افغانستان برېښنا شرکت او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره شریکه کړي. یاد وزارتونه او اړوندې ادارې دې د تمویل بدیلې لارې ولټوي او اصلاح شوې طرحه دې اقتصادي کمېسیون ته د تاییدۍ لپاره وړاندې کړي.