په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید ظرفیت او اهمیت ته کتنه

۹۷۸۶۷۵۶۴۵۵۳

لیکوال: امان‌الله حنیفي

سریزه

د برېښنا تأمین د یو هېواد د زېربنايي صنعت په توګه پر نورو صنعتي برخو، د خدماتو پر وړاندې کولو، د ورځنیو کارونو پر اجراء، د تولید پر کچې او همدا راز کرنه د پام وړ اغېز لري. لکه څنګه چې د هېوادونو اقتصادي وده د برېښنا په صنعت پورې تړلې ده، همدا ډول دغه صنعت د یوې مهمې زېربنا په توګه د اقتصادي ودې پر پياوړتیا او خلکو ته د ټولنیزو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې مهم او اساسي رول لري.

افغانستان؛ د اسلامي امارت په راتګ سره د صنعتي کېدو پر لور لومړني ګامونه اخیستي دي او دې موخې ته د رسېدو لپاره یې په کور دننه د برېښنا تولید په ځانګړې توګه د نوې کېدونکې او پاکې برېښنا چمتو کولو ته تر نورو لومړیتوب ورکړی دی. افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی، چې د برېښنا تولید خورا پرېمانه سرچینې او کافي ظرفیت لري. دغه سرچینې اوبه، طبیعي ګاز، د ډبرو سکاره، باد، لمر او بایومس ګاز دي چې د ترسره شوو څېړنو له مخې افغانستان د یادو سرچینو په درلودو سره د شاوخوا ۳۰۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري. د دغه اټکل شوي ظرفیت ډېره برخه بیا لمریزه برېښنا جوړوي چې ټولیزه اندازه یې ۲۲۲ زره میګاواټه ښودل شوې ده.

موږ په همدې مقاله کې د افغانستان د لمریزې برېښنا د تولید پر ظرفیت او اهمیت خبرې کوو.

لمریزه برېښنا

لمریزه برېښنا د انرژۍ یوه تر ټولو لویه منبع ده چې حتی په وریځ هوا کې هم تولید او هم ترې استفاده کېږي. دغه برېښنا د لمر له شعاګانو څخه د ځانګړو عدسیو یا ښيښو په واسطه چې په عامه اصطلاح ورته سولر وايي، راټولېږي او بیا د یوې ځانګړې فزیکي پروسې له طی کولو وروسته پر الیکترونیکي برېښنا بدلېږي. دغه ترلاسه شوې برېښنا بیا د ژوند په مختلفو برخو لکه د کورونو په روښانه کولو، د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو، د بشر د اړتیا وړ توکو د تولید، صنعت، کرنې او... کې استفاده کېږي.

لمریزې برېښنا ته په ۱۹۷۰یمه لسیزه کې توجه زیاته شوه او له هغه را وروسته ډېرو صنعتي هېوادونو په خپلو برېښنايي شبکو کې د لمریزې برېښنا د مطلوب ظرفیت نصب ته مخه کړه. په دغه برخه کې اروپايي هېوادونه په لومړي سر او په اسیا کې بیا چین او جاپان تر نورو مخکښ شول. د دې تر څنګ په دا وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې هغو هېوادونو هم د لمریزې برېښنا کارولو ته مخه کړې ده چې کمه اقتصادي وده یې کړې او غواړي د لوړې بیې پر وارداتي برېښنا یې تکیه کمه شي. افغانستان هم یو له همدې هېوادونو دی، چې د اسلامي امارت په راتګ سره یې د برېښنا د خودکفایۍ په برخه کې همدا پالیسي غوره کړې، څو د وارداتي برېښنا پر ځای په کور دننه د خپلې اړتیا وړ برېښنا له موجودو سرچینو تولید کړي. له دې سرچینو یوه تر ټولو غني او دوامداره هغه یې لمریزه برېښنا ده.

د لمریزې برېښنا ارزښت

په نننۍ نړۍ کې د پرمختللي صنعت، معیاري کرنیز سیسټم، د اړتیا وړ توکو د تولید، د پاک چاپېریال درلودو، ښه صحت او په مجموع کې خلکو ته د ټولنیزو اسانتیاوو د چمتو کولو په برخه کې د تولیدي انرژۍ د نورو ډولونو پر ځای نوې کېدونکې یا پاکې انرژۍ ته چې یو مهم ډول یې لمریزه برېښنا ده، ډېر ارزښت ورکول کېږي.

د لمریزې برېښنا یو تر ټولو مهم ارزښت دا دی، چې د زیاد کاربن د تولید مخنیوی کوي. د برېښنا د تولید د نورو سرچینو لکه ډبرو سکرو او طبیعي ګاز خلاف د ګلخانه‌يي مضرو ګازونو له انتشار پرته برېښنا تولیدوي. دغه چاره د اقلیمي بدلون د مدیریت او کنټرول په برخه کې ډېره مؤثره ده او اوسمهال په نړیواله کچه ورته جدي پام اوښتی دی.

لمریزه برېښنا یوه نوې کېدونکې منبع ده چې هېڅ محدودیت او پای نه لري؛ خو د برېښنا نور ډولونه لکه د ډبرو سکاره، نفت او طبیعي ګاز په نړیواله کچه ډېر په چټکۍ سره د خلاصېدو په حال کې دي. له همدې امله لمریزه برېښنا د ذکر شوو طبیعي منابعو په ساتنه کې ډېر مثبت رول لري، چې د لمریزې برېښنا د نشتون په صورت کې د برېښنا د تولید لپاره استفاده کېږي.

له لمریزې او بادي برېښنا پرته د برېښنا تولید نورې سرچینې نایتروجن اکساید، سلفر ډای اکساید او نور زهرجن ګازونه منتشروي، چې د روغتیا لپاره ډېر زیان رسوونکي دي. خو بل خوا بیا د لمریزې برېښنا سیسټمونه پرته له دې چې زهرجن ګازونه تولید کړي، ډېره پاکه برېښنا تولیدوي چې نه روغتیا او نه هم چاپېریال ته کوم زیان رسوي. همدا راز د لمریزې برېښنا تولید اوبو ته اړتیا نه لري، چې هغه ککړې او له استفادې یې وباسي[1].

لمریزه برېښنا په ډېر کم لګښت سره په ډېرې اسانۍ تولیديږي او د هغې وارداتي برېښنا له پېرولو مخنیوی کوي چې قیمت یې ډېر زیات دی. په دې سره کولی شو د وخت په تېرېدو پیسې سپما کړو او له هغه په نورو برخو کې استفاده وکړو.

د لمریزې برېښنا د سیسټمونو استفادې د دغو سیسټمونو د نصب، له هغه د ساتنې او ګټې اخیستو له امله ډېر کاري فرصتونه رامنځته کړي دي. د لمریزې برېښنا د تقاضا زیاتېدو ته په کتو سره ویلی شو چې په دغه برخه کې به ډېر نوي کاري فرصتونه خلکو ته رامنځته شي. پر دې سربېره، هغه سیمې چې برېښنا ته لاسرسی نه لري، کولی شي له دې برېښنا چې تر ټولو د باور وړ ده، استفاده وکړي. دغه چاره به په یادو سیمو کې د اقتصادي فعالیتونو د زیاتېدو سبب شي چې دا به په مجموع کې د یو هېواد پر اقتصادي وده مثبت اغېز وکړي.

په هېواد کې د لمریزې برېښنا شته ظرفیت

له حده زیاته پر وارداتي برېښنا د افغانستان تکیه د دغه هېواد لپاره یوه لویه ننګونه بلل کېږي. د شمېرو له مخې، افغانستان د خپلې اړتیا  وړ  تر نیمايي زیاته برېښنا له ازبیکستان او پاتې له ترکمنستان، تاجکستان او ایران هېوادونو څخه واردوي او د همدغه وارداتي برېښنا په بدل کې په میاشتني ډول ۲۵ میلیون ډالر او په کلني ډول شاوخوا ۳۰۰ میلیون ډالر ورکوي، چې خورا ډېرې پیسې دي[2].

دا پیسې په داسې حال د وارداتي برېښنا په بدل کې ورکول کېږي، چې افغانستان په کور دننه د ۳۰۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري[3]. د دغه موجود ظرفیت زیاته برخه بیا لمریزه برېښنا جوړوي چې اټکل شوې اندازه یې شاوخوا ۲۲۲ زره میګاواټه ته رسېږي[4]. افغانستان د مناسب اقیلم، محیط او مساحت په درلودو سره د لمریزې برېښنا د تولید فوق العاده ظرفیت لري چې په دغه برخه کې په پانګونې سره د برېښنا د کمبود له امله هېواد ته ورپېښې ټولې ستونزې حل کېدای شي.

افغانستان د هغو هېوادونو له جملې څخه دی چې د لمریزې برېښنا د تولید لپاره په کال کې ۳۰۰ لمریزې ورځې لري، چې دا یو ډېر لوی ظرفیت دی. په دې وروستیو کې د نړیوال بانک په همکارۍ د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري ترسره شوې څېړنې ښيي، چې د افغانستان ۸۵ سلنه خلک له لمریزې برېښنا استفاده کوي[5]. دغه برېښنا په لرې پرتو سیمو او ښارونو کې د کورونو، ښوونځیو، پوهنتونونو او روغتونونو د روښانه کولو، د کمپيوټر، ټلویزیون او موبایل د چارج او استفادې، د یوشمېر تولیدي فابریکو د فعالیت او نورو برخو لپاره استفاده کېږي.

د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې ترسره شوې هڅې

د انرژۍ له نوې کېدونکو سرچینو لکه «لمر» څخه د برېښنا تولید په وروستیو لسیزو کې د پرمختللو او مخ پر ودې هېوادونو د صنعتي او اقتصادي مسیر اصلي محور جوړ شوی دی. د نړۍ پرمختللي هېوادونه کوښښ کوي چې د لمریزې برېښنا د تولید په سکټور کې د لازمې پانګونې پر مټ له یوه لوري ځانونه په لوړ قېمت د وارداتي برېښنا له اخیستلو خلاص کړي او له بل لوري له هېواد څخه د پانګې د فرار مخنیوی هم وکړي. پردې سربېره دوی غواړي چې د نوې کېدونکې او پاکې انرژۍ په تولید سره ښه صحت او پاک چاپېریال هم ولري.

دې ته په کتو، افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی چې د برېښنا تکیه یې تر ډېره په وارداتي هغه ولاړه ده. وارداتي برېښنا یې نه یوازې دا چې د صنعت د ودې بهیر ټکنی کړی دی، بلکې له هېواد څخه یې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پانګه هم ایستلې، چې د هېواد اقتصاد ته لویه منفي ضربه ده.

له وارداتي برېښنا څخه د خلاصون او په تدریجي ډول په کور دننه د برېښنا د تولید په برخه کې خودکفایۍ ته د رسېدو په موخه د اوبیزې او بادي برېښنا د تولید سربېره د لمریزې برېښنا تولید ته هم په دې وروستیو کې پام اوښتی دی. په همدې موخه د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۵ لمریز کال د افغانستان برېښنا شرکت او (داینستي) هندي شرکت تر منځ د عامه - خصوصي مشارکت له لارې د کندهار په صنعتي ښارګوټي کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه پلې شوه. په دغه پروژه شاوخوا لس میلیون ډالر پانګونه شوې، چې ۷۰۰۰ کورنیو ته برېښنا چمتو کوي. د دغه پروژې په پلي کېدو سره تر یوڅه اندازې په کندهار ښار کې د برېښنا ستونزه کمه شوې ده او خلک ترې خوښ دي[6].

له هغه را وروسته په ۱۳۹۸ لمریز کال د ۷۷ ترکي او زولرستان شرکتونو له لوري د ۱۵ میګاواټه دوه پروژې چې مجموعي ظرفیت یې ۳۰ میګاواټه ته رسېږي، د کندهار په دامان ولسوالۍ کې پيل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په یادو پروژو شاوخوا ۳۹ میلیون ډالر پانګونې شوې، چې ۱۰۰۰۰ کورنیو او ۲۰ تولیدي کارخونو ته برېښنا برابروي[7].

د ۱۴۰۲ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۳۰مه نېټه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري له نغلو بند سره نږدې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه پرانیستل وشوه. په دغه پروژه کې خصوصي سکټور ۶.۵ میلیون ډالر پانګونې کړې، چې سلګونو کسانو ته د کاري زمینې په برابرېدو سره به د زرګونو کورنیو د برېښنا ستونزه حل شي[8].

همدا راز د ۱۴۰۲ لمریز کال د جدې/مرغومي میاشتې په ۲۶مه نېټه د ننګرهار ولایت په کانال کې د څلور زره هکټاره للمي ځمکې د خړوبولو په هدف د لمریزې برېښنا پروژه پرانیستل شوه. په دغه پروژه شاوخوا ۱۴۳ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د څلور زره هکټاره للمي ځمکې پر خړوبولو سربېره د ۱.۲ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت هم لري[9].

په همدې ترتیب د ۱۴۰۳ لمریز کال د حمل/وري میاشتې په پنځمه نېټه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په حضور کې د اوبو او انرژۍ وزارت، د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکټور تر منځ د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۳ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې قرارداد لاسلیک شو. د دغه پروژې په بشپړېدو سره به د کابل صنعتي ښارګوټي او پر هغه سربېره د زرګونیو کورنیو د برېښنا ستونزې حل او د پام وړ سهولتونه به رامنځته کړي[10].

پر دې پروژو سربېره په ډېری ولایتونو کې د دولتي ادارو او روغتیايي مرکزونو د روښانه کولو او همدا راز د تولیدي کارخونو د فعالیت په موخه یوشمېر د لمریزې برېښنا کوچنۍ او متوسطې پروژې پيل شوې دي، چې ځینې یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې هم دي.

پر دې ټولو سربېره اسلامي امارت کوښښ کوي چې په مختلفو ولایتونو کې د صنعتي ښارګوټو، تولیدي کارخونو او همدا راز هستوګنیزو کورونو ته د برېښنا چمتو کولو په موخه د لمریزې برېښنا نورې هم پروژې تطبیق کړي. د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې پر کورنیو پانګوالو سربېره د بهرنیو پانګوالو د پانګونې لپاره تر ټولو اسانه قوانین او د اسلامي امارت بشپړ ملاتړ رامنځته شوی او له نېکه‌مرغه په یاده برخه کې علاقه هم زیاته شوې، چې یوشمېر طرحې یې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له لوري ارزول شوې دي او د نورو ارزونه هم روانه ده. د یادو طرحو په عملي تطبیق سره به د افغانستان د برېښنا ستونزه تر یوه حده حل شي.

وړاندیزونه

د لمریزې برېښنا د تولید کچې زیاتوالي، له هغې د ډېرې استفادې او د چاپېریال د ککړتیا د مخنیوي لپاره پکار ده، چې اسلامي امارت کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په دغه برخه کې د مالیاتي او مالي ملاتړ ځانګړي تخفیفونه او تشویقي کڅوړې وړاندې کړي، څو د لمریزې برېښنا د تولید سیسټمونه په افغانستان کې پراختیا ومومي.

دغه مالیاتي تخفیفونه او تشویقي کڅوړې به د دې سبب شي چې د ژوند په ډېرو برخو کې به د لوړو بیو مخنیوی وشي. له دې سربېره به دغه ابتکار د دې باعث هم شي چې په زیات شمېر مشتریان به د لمریزې برېښنا استفادې ته مخه کړي.

پایله

د افغانستان د برېښنا اوسنی وضعیت تر ډېره په وارداتي هغه تکیه دی، چې دې چارې د هېواد اقتصادي وده او صنعت ټکني کړي دي. هغه داسې چې ډېری وخت د برېښنا د واردوونکو هېوادونو له لوري له وارداتي برېښنا ناوړه سیاسي او اقتصادي استفادې کېږي او هغسې چې د افغانستان ورته اړتیا ده، په وخت برېښنا نه ورکول کېږي. له افغانستان سره دا عمل په داسې حال کې کېږي، چې په کور دننه د برېښنا تولید پرېمانه سرچینې لري. له دغو سرچینو یوه هم لمریزه برېښنا ده چې د ترسره شوو څېړنو له مخې، افغانستان په دغه برخه کې په کلني ډول د ۳۰۰ لمریزو ورځو په درلودو سره د ۲۲۲ زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.

لمریزه برېښنا د برېښنا د نورو سرچینو په پرتله ډېره ارزانه، پاکه، نوې کېدونکې او د انسانانو روغتیا ته کوم ضرر نه لري. پر دې سربېره د هېواد د نورو طبیعي منابعو لکه اوبو، نفتو، ګازو او ډبرو سکرو په ساتنه کې چې هغه هم د برېښنا د تولید لپاره کارول کېږي، ډېره مرسته کوي.

په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې د ګوتو په شمېر پروژې تطبیق شوې دي، چې د یادو سیمو د صنعتي کارخونو او عامو هېوادوالو ستونزې یې تر یوه کچې حل کړې دي. د افغانستان هر ولایت او هره سیمه د دغه برېښنا د تولید کافي ظرفیت لري. اسلامي امارت ته پکار ده چې د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته ځانګړي تخفیفونه ورکړي، چې په دې سره به په تدریجي ډول افغانستان له وارداتي برېښنا خلاص او له هېواد څخه د پانګې د وتلو مخنیوی به یې کړی وي. پر دې سربېره به صنعت وده وکړي، اړتیاوې به تر ډېرې کچې په کور دننه پوره شي، کاري فرصتونه به رامنځته شي، ډېره پانګونه به راجذب شي او په ټوله کې به د هېواد اقتصاد وده ورسره وکړي.