د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ - ۱۵:۲۳
5U2A0074

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې چې د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم د خصوصي سکټور له لوري د پانګونې پر وړاندې شویو یو شمېر طرحو بحث وشو.  غونډې ته د بادغیس ولایت د بالا مرغاب ولسوالۍ اړوند موري چاق کلي ته د برېښنا رسولو، په جلال آباد ښار کې د سوداګریز مارکېټ او زیرزمیني لارې او په هرات ولایت کې د بام هرات تفریحي کمپلېکس جوړولو طرحې وړاندې شوې.  په ناسته کې تر هر اړخیز بحث وروسته د جلال آباد ښار بزازۍ چوک کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ او زیرزمیني لارې جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه. د بادغیس ولایت د بالا مرغاب ولسوالۍ اړوند موري چاق کلي ته د برېښنا رسولو او په هرات ولایت کې د بام هرات تفریحي کمپلېکس جوړولو د طرحو په اړه  ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، چې د پانګونې بین الوزارتي کمېټې نظرونو ته په پاملرنې دې د طرحو وړاندې کوونکو شرکتونو سره د یادو طرحو د مالي، اقتصادي او تخنیکي اړخونو ارزونې په موخه ناستې وکړي او راپور دې یادې کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۴۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاحي پلان پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۲مه نېټه په کابل کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاحي پلان پرانیسته وکړه.
د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اسلامي ثقافت د چاپ او نشر تولیدي مرکز د بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۲مه نېټه په صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې «د افغانستان اسلامي ثقافت د چاپ او نشر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

BACK TO NEWS