د غزني ولایت په مرکز کې تر ځمکه لاندې سوداګریز مارکېټ جوړېږي

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۱۲:۴۷
5U2A3443

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډې ته چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د خصوصي سکټور له لوري د غزني ولایت په مرکز کې له فرخي څلور لارې څخه تر کلاسبز څلور لارې پورې د سړک دواړو خواو ته تر ځمکه لاندې د سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه وړاندې شوه. په غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته د پانګونې یاده طرحه د تایید وړ وبلل شوه او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه. د دغه طرحې له مخې خصوصي سکټور پر دغه سوداګریز مارکېټ ۳۰۹ میلیونه افغانۍ پانګونه کوي، چې ټولټال په‌کې ۵۱۱ دوکانونه په پام کې نیول شوي، د جوړېدو چارې به یې د دوه کلونو په جریان کې بشپړې او سلګونو کسانو ته به د کار زمینه هم په‌کې برابره شي.  د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې دغه غونډې ته د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې له ډبرو سکرو د ۴۴.۵ میګاواټه برېښنا د تولید، په خوست کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید او همدا راز په کابل او بلخ ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې هم د بحث لپاره وړاندې شوې. په ناسته کې تر هراړخیز بحث وروسته ټاکل شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې څو د دې کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره د یادو طرحو د مالي، اقتصادي او تخنیکي اړخونو د ارزونې په موخه ناستې ترسره او راپورونه یې پر ټاکل شوي وخت د پانګونې بین الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د خصوصي سکتور له لوري د فاسفیټ، مس او جستو د اکتشاف، کیندنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن (سه‌شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۶مه نېټه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه. . .

BACK TO NEWS