د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د هېواد د سمسورتیا په موخه د ارګ په انګړ کې نیالګی کیناوه

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۶:۱۴
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د هېواد د سمسورتیا په موخه د ارګ په انګړ کې نیالګی کیناوه

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په درېیمه نېټه د ارګ په انګړ کې د هېواد د سمسورتیا په موخه  نیالګی کېناوه. محترم ملا صاحب د نوي کال د پيل او د نیالګیو کېنولو او پالنې ارزښت ته په اشارې سره وویل، ټول هېوادوال دې په خپلو سیمو کې د هېواد د سمسورتیا او خوندي چاپېریال په موخه نیالګي کېنوي او د هغو ساتنې او پالنې ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.

 د یادونې وړ ده، چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې به د هېواد په کچه ۱۶ میلیونه بېلابېل میوه لرونکي او بې میوې نیالګي کېنول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS