محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد له ملي سوداګر او پانګوال میرویس عزیزي سره وکتل

masih_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۳۰
jhgfd

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۱مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د هېواد له ملي سوداګر او پانګوال میرویس عزیزي سره وکتل. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په لومړي سر کې د عزیزي ګروپ عمومي رییس میرویس عزیزي او د هغه تخنیکي ټیم ته ښه راغلاست ووایه او په هېواد کې د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې یې د عزیزي انرژۍ شرکت د لس میلیارد ډالره پانګونې هرکلی وکړ. محترم ملا صاحب ښاغلي میرویس عزیزي ته د اسلامي امارت له لوري د پوره همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې اوسمهال په هېواد کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې او د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب د فرمان له مخې پانګوالو او سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې او کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی.

د عزیزي انرژي شرکت عمومي رییس میرویس عزیزي د خپلو خبرو پرمهال وویل، له لسیزو جګړو او ناخوالو وروسته اوسمهال د هېواد د ابادۍ ښه فرصت برابر شوی. نوموړي زیاته کړه، له همدې فرصت څخه یې په استفادې په هېواد کې د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه پيل کړه، چې له مخې به یې د هېواد صنعت او کرنه وده وکړي او په زیات شمېر هېوادوالو ته به کاري فرصتونه رامنځته کړي. ښاغلي عزیزي د اسلامي امارت له مسوولینو مننه وکړه چې په اړوندو برخو کې یې پوره همکاري ورسره کړې او هغه ټینګار وکړ، چې د یادې پانګونې او پروژو د ښه تطبیق په موخه به د اړوندو وزارتونو له مسوولینو سره وخت پر وخت لیدنې کوي. ښاغلي عزیزي زیاته کړه، پر دې سربېره چمتو دی چې په کابل کې د سرطاني ناروغیو د درملنې په موخه په ټولو معیارونو د برابر روغتون چارې هم په نږدې وخت کې پيل کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې د سرپل ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۱۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۸:۵۵
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

BACK TO NEWS