د ټاپي پروژې د عملي چارو د پرمختګ څخه د لیدنې پرمهال د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا:

الحمدلله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی، اما بعد!

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم،     

بسم الله الرحمن الرحیم

قال الله تعالی: وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ 

د دوست هېواد ترکمنستان ملي رهبر ښاغلي قربانقلي بردي محمدوف او ورسره مل پلاوي، د افغانستان اسلامي امارت د کابینې محترمو غړو، قومي مشرانو، انجنیرانو، د رسنیو استازو او ټولو ګډونوالو ته؛     
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته؛

له هرڅه وړاندې د دوست هېواد ترکمنستان ملي رهبر او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست وایم او مننه کوم چې د ټاپي مهمې سیمه ییزې پروژې د عملي چارو د لېدنې او په دې برخه کې د لا ډېرې همغږۍ په موخه یې افغانستان ته تشریف راوړی دی.

زه په ځانګړې توګه د ترکمنستان ملي رهبر او په عمومي توګه تاسې ټولو ته د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء ښاغلي ملا محمد حسن آخوند سلامونه او نیکې پیرزوینې وړاندې کوم. دا چې د نوموړي صحت د دې اجازه نه ورکوله چې دلته زموږ او تاسې سره په دې مهمه ناسته کې ګډون وکړي، زه یې په استازولۍ له تاسي سره مخاطب یم.

ډېر د خوښۍ ځای دی چې د ټاپي سترې سیمه ییزې پروژې د عملي چارو شاهدان یو. نن ورځ عملاً وینو چې د یادې پروژې ۱۴ کیلو متره برخه په اساسي ډول رغېدلې ده او لله الحمد چارې یې په ښه ډول پرمخ روانې دي.

قدرمنو حاضرینو!

 ټاپي پروژه یوازې د طبیعي ګازو پایپ لاین نه دی، بلکې د اوږدې مودې کنګل ماتېدل دي چې شروع یې د ډیرو لپاره ناممکنه ښکاریده. دا پروژه د سیمه‌ییزې همکارۍ، اقتصادي یووالي او ګډې سوکالۍ یو واقعي نښه ده؛ چې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو ترمنځ د باور، همکارۍ او پرمختګ یو مهم پُل جوړوي.  دا پروژه به نه یوازې د اقتصادي ودې په برخه کې اساسي رول ولوبوي، بلکې په سیمه کې به د انرژۍ د امنیت او ثبات په برخه کې هم ستره ونډه ولري. د ګازو دا نل لیکه چې د سیمې څلور مهم هېوادونه سره نښلوي، په ترڅ کې به یې په دې مسیر کې پرتې سیمې هر اړخیز پرمختګ وکړي، د دغو سیمو د زیربنا د ایجاد او رغولو په برخه کې به مهم رول ولوبوي، په لویه کې به د سیمې د امنیت او ثبات سره اساسي مرسته وکړي، د ګټو یو لوی شراکت به رامنځته ، زرګونه کاري فرصتونه به ایجاد او په لویه کې به د دغو څلورو هېوادونو ترمنځ یو لوی ستراتیژیک او اقتصادي تړاو غښتلی سي.

ټاپي پروژه به نه یوازې د سیمې پر سیاستونو ژور اغېز وکړي، بلکې د سیمې په جیوـ پولیټیک کې به هم ګټور او اغېزناک بدلون راولي.

دا ډېره طبیعي او واقعي ده، چې د امنیت شتون د انرژۍ د نل‌ليکو، د ګډو بنسټونو رغولو او د مشترکو ګټو بستر هواروي او د سیمې وروستیو څو لسیزو تاریخ هم دا جوته کړې، چې امنیت اتصال او د لویو ګټو شراکت رامنځته کړی دی. د افغانستان په څېر هېواد چې څلور لسیزې ناامنۍ او جګړې پکې روانې وې د ډېری داسې مهمو پروژو مخه یې نیولې وه.

محترمو ګډونوالو!      
غواړم په واضح توګه ووایم، چې زموږ لیدلوری یوازې تر ټاپي پروژې محدود نه دی. موږ د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي دهلېز د پراختیا په هدف کار کوو. دا دهلېز یوازې د یوې پروژې نوم نه دی، بلکې د یو ستر ستراتیژیک هدف پر لور معنادار حرکت دی، چې پکې د ټاپ - ۵۰۰ د برېښنا د انتقال پروژه، ریل پټلۍ جوړونه، سړکونه او لوجستیکي مراکز او ګڼ شمېر نورې اقتصادي پروژې شاملې دي. دغه دهلېز به ترکمنستان د افغانستان له لارې د جنوبي آسیا، خلیج او برعکس د مرکزي اسیا او غربي اسیا لوی مارکېټونه له یو بل سره ونښلوي، او سیمه به د متقابل تجارت او انرژۍ د تبادلې په یوه واحده شبکه بدله کړي.

د ترکمنستان ښاغلی ملي رهبر او قدرمنو ګډونوالو!

ترکمنستان د افغانستان دوست هېواد دی  زموږ اړیکې د ګډو تاریخي، کلتوري، دیني ارزښتونو او ښه ګاونډیتوب پر بنسټ ولاړې دي. موږ د ترکمنستان له حکومت او خلکو څخه مننه کوو چې تل یې د متقابل احترام، اعتماد او همکارۍ روحیه ساتلې ده. د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي، ترانزیټي او اقتصاد محوره اړیکې نه یوازې د دواړو ملتونو، بلکې د ټولې سیمې د پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري. اسلامي امارت د دې اړیکو لا پیاوړتیا ته ژمن دی او غواړي چې دا اړیکې د اوږدمهاله ستراتیژیک شراکت بڼه خپله کړي.

د افغانستان اسلامي امارت د دې ټولو پروژو سیمه‌ییز او نړیوال اهمیت ښه درک کړی او د هغوی د پلي‌کېدو، امنیت او دوام لپاره پوره ژمن دی. د افغانستان اسلامي امارت اوسنی سیاست یو اقتصاد محوره سیاست دی، چې د جګړې پر ځای د پرمختګ، همکارۍ او متقابلو ګټو پر اصولو ولاړ دی. زموږ هدف دا دی چې افغانستان د سیمه‌ییز اتصال او اقتصادي راکړې ورکړې پر مرکز بدل شي. په وچه کې د راګير هېواد پرځای د سیمې د وصل او همکارۍ پر مرکز واوړي.

موږ یو ځل بیا خپل تعهد د سیمه‌ییزو پروژو لکه د افغان ټرانس او کاسا – زر پروژو پر وړاندې تازه کوو. لکه څرنګه چې په ټاپي پروژه کې له اوږده ځنډ وروسته نن د عملي پرمختګ شاهدان یو، همداسې په پورته نورو ذکر سوو پروژو کې هم د پام وړ پرمختګ شاهدان یو. دا پروژې د انرژۍ د تبادلې، سوداګرۍ او د خلکو د نږدېوالي لپاره حیاتي ارزښت لري او د سیمې د اقتصادي خپلواکۍ او ثبات پر لور پیاوړي او اغېزناک ګامونه بلل کېږي.

قدرمنو حاضرینو!

نن افغانستان د الله تعالی په فضل د اعتماد وړ ثبات لري، او دا ثبات د پانګونې، سوداګرۍ او سیمه‌ییزو همکاریو لپاره یو مهم فرصت برابروي. موږ له ترکمنستان او ټولو نړیوالو شریکانو غوښتنه کوو چې له دې فرصت څخه ګټه واخلي او په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې په ځانګړي ډول د کانونو، صنعت، زراعت، ترانسپورت، انرژۍ، او لوجستیک په برخو کې نوي او معنادار ګامونه پورته کړي. اسلامي امارت ژمن دی چې د بهرنیو پانګوالو لپاره یو خوندي، شفاف، او د اسانتیاوو ډک چاپېریال برابر کړي.

افغانستان د طبیعي زیرمو، بشري ظرفیتونو او تولیدي امکاناتو له پلوه یو غني هېواد دی. موږ باور لرو چې د سیمه‌ییز اتصال، ګډو پانګونو او متقابل اعتماد له لارې، کولی سو دا منابع د سیمې د خلکو د سوکالۍ په سرچینو بدلې کړو. اسلامي امارت به د سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سیمې په کچه خپل رغنده او مثبت رول ته دوام ورکړي.

یو ځل بیا په دې ټکي ټینګار کوم چې د افغانستان اقتصادي او ټرانزیټي اهمیت د همسایه او سیمې هېوادونو په ګټه دی. سیمهییزې اقتصادي پروژې او سیمهییز اتصال په سیمه کې د ثبات او پرمختګ وسیله ده. په نړۍ کې دا ثابته سوې، چې د اقتصادي ګټو شریکول په سیمه کې د سیاسي، امنیتي او اقتصادي ثبات سره مرسته کوي او تضادونه په متقابلو همکاریو بدلوي. بناً د افغانستان اسلامي امارت پوره هڅه کوي، چې د همسایه او سیمې هېوادونو سره د ګډو اقتصادي همکاریو لپاره زمینه برابره کړي.

زه په نورو ګاونډیو هېوادونو هم غږ کوم چې د تقابل او غیر اصولي کړنو پر ځای دې په متقابل احترام ولاړو اړیکو ته پام وکړي، د هېوادونو ملي حاکمیت، غرور او ملت ته دې په سپکه سترګه نه ګوري؛ دا طبیعي ده چې هر عمل عکس العمل لري او تاریخ هم دا ثابته کړې ده چې ستونزې په ستونزو نه هوارېږي او دا ستونزې لا ډېروي.  موږ په داسې زمانه کې ژوند کوو چې نړۍ له اقتصادي، تکنالوژیکي او سیاسي اړخه په یو کلي بدله شوې ده، د هر هېواد له اړخه هره منفي یا مثبته کړنه په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د نړۍ په نورو هېوادونو منفي یا مثبت تاثیر کوي.

په پای کې، د ترکمنستان محترم حکومت او ټولو هغو شریکانو څخه چې د سیمه‌ییزو پروژو ملاتړ کوي، د زړه له کومې مننه کوم. موږ نن یوازې فزیکي زیربنا نه جوړوو، بلکې د یوې روښانه، باثباته او ګډې راتلونکې بنسټ ږدو؛ چې زموږ ملتونه پکښې یو ځای، باثباته او سوکاله ژوند وکړي.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته