د امارتي ادارو د مکاتیبو او اداري اسنادو د مدیریت برېښنايي سیسټم تایید شو
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د امارتي ادارو د مکاتیبو او اداري اسنادو د مدیریت برېښنايي سیسټم د بحث لپاره وړاندې شو. له هراړخیزې ارزونې وروسته یاد سیسټم تایید او دغه وزارت ته یې په تدریجي ډول د تطبیق لارښوونه وشوه.
د دې سیسټم په تطبیق سره به د امارتي ادارو ترمنځ همغږي پياوړې، شفافیت، چټکتیا او امنیت به رامنځته، د جعل، فساد او د وخت د ضیاع مخنیوی به ترسره، د دقیقو ارقامو او حساب ورکونې اصل به پياوړی او د برېښنايي حکومتولۍ په لور به اساسي ګام واخیستل شي. په دغه سیسټم کې د مراجعینو لپاره هم د پام وړ اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
همدارنګه دې غونډې ته د ۲۲ هغو عام المنفعه پروژو راپور هم وړاندې شو، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظهالله تعالی له لوري یې د کانونو د عوایدو په بدل کې د تطبیق حکمونه ورکړل شوي. د ۲۲ پروژو له جملې مالیې وزارت د ۱۳ پروژو اقتصادي تحلیل ترسره کړی، چې د اقتصادي کمېسیون له لوري تایید او لارښوونه ورته وشوه، چې دغه تحلیل د کانونو او پټرولیم وزارت سره شریک او اړوندې ادارې د یادو پروژو عملي چارې پيل کړي. په دې پروژو کې ساختماني، اوسپنې پټلۍ او د برېښنا رسونې او توزیع پروژې شاملې دي.
د یادونې وړ ده چې د ۲۲ عام المنفعه پروژو له جملې د نهو پروژو عملي چارې پيل شوې، چې کاري پرمختګونه هم لري.
د غونډې په پای کې د یوشمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه وړاندې شول، چې د اقتصادي کمېسیون له لوري تایید او اړوندو ادارو ته یې د تطبیق په اړه سپارښتنې وشوې.
یاد پرېکړې د نهايي تصمیم نیونې په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظهالله تعالی دفتر ته واستول شوې.
