په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن (سه‌شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په غونډه کې په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول مفصل بحث وشو.
د موضوع له هراړخیزې ارزونې وروسته پرېکړه وشوه، چې په ولایتونو او ولسوالیو کې دې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ د مستهلکینو جوړې شوې کمېټې د همدې وزارت له لوري د جوړ شوي لارښود په رڼا کې او په کابل ښار کې دې د کابل ښاروالۍ په مشرۍ جوړه شوې کمېټه د توکو د نرخونو د کنټرول په برخه کې خپل مسوولیت په لا جدي ډول ترسره کړي او د فعالیتونو راپورونه دې د تعرفې کمېټې ته وخت پر وخت وړاندې کوي.
همدارنګه، د توکو د کیفیت د کنټرول په برخه کې پرېکړه وشوه، چې د هېواد په سوداګریزو بندرونو کې دې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د وارداتي توکو د کیفیت د کنټرول په برخه کې دې د معیار او کیفیت اداره خپل فعالیتونه لا پياوړي کړي. د دې ترڅنګ دې د تعرفې کمېټه په هغه صورت کې پر وارداتي توکو تعرفې زیاتې کړي، چې په کور دننه د ورته داخلي تولیداتو د کمیت د اثبات تر څنګ کیفیت هم پر منل شوو معیارونو برابر وي.
دغه راز، د تعرفې کمېټې ته سپارښتنه وشوه چې په بازارونو کې د توکو د نرخونو او کیفیت د کنټرول په موخه د اړوندو کمېټو او خپلو فعالیتونو راپورونه وخت پر وخت اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.
سربېره پر دې، اقتصادي کمېسیون پرېکړه وکړه، چې که چېرې یو څوک له ټاکل شوو نرخونو او د کیفیت په برخه کې له منل شوو معیارونو سرغړونه کوي، نو د نافذه قوانینو، اصولو او مقرراتو په رڼا کې دې ورسره چلند وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن (سه‌شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۶مه نېټه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۱۴
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

BACK TO NEWS