د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۳۷
د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د خصوصي سکتور له لوري د فاسفیټ، مس او جستو د اکتشاف، کیندنې او پروسس په برخه کې د پانګونې طرحه د بحث له پاره وړاندې شوه. د طرحې له مخې، خصوصي سکتور به له فاسفیټو څخه کیمیاوي سره او له مسو څخه به د برېښنا مزي تولید کړي. له هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د کانونو او پټرولیم وزارت دې دا طرحه په هراړخیز ډول وڅیړي او راپور دې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.
 دغه راز، غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سپاهي ګمنام له څلور لارې تر میوند جادې پورې او له میوند جادې تر پُل یک پیسه‌ګي  پورې د کابل ښاروالۍ اړوند پر ځمکه د ځمکتلي سوداګریز مارکیټ جوړولو طرحه هم د بحث له پاره وړاندې شوه. له بحث وروسته په دې اړه له مخکې ټاکل شوې کمیټې ته لارښوونه وشوه چې د دې طرحې د ټولنیزو او ترافیکي مطالعاتو راپور ژر تر ژره بشپړ او د پانګونې له بین‌الوزارتي کمېټې سره یې شریک کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د خصوصي سکتور له لوري د فاسفیټ، مس او جستو د اکتشاف، کیندنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن (سه‌شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۶مه نېټه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه. . .

BACK TO NEWS