محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له شبرغان څخه تر الوان دښتې او له الوان دښتې بیا د کابل ولایت تر ارغندۍ سیمې پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي د غځولو پروژو پرانیسته وکړه

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۳۰ - ۱۴:۴۱
5U2A6194

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمریز کال د قوس میاشتې په ۳۰مه نېټه له شبرغان څخه تر الوان دښتې او له الوان دښتې بیا د کابل ولایت تر ارغندۍ سیمې پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي د غځولو پروژو پرانیسته وکړه. په دغو مراسمو کې د کابینې محترمو غړو، د خصوصي سکټور استازو، یوشمېر امارتي مسوولینو او د بغلان ولسونو حضور درلود. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، اسلامي امارت د نورو له احتیاج څخه د خلاصون او د صنعتي او اقتصادي افغانستان د ودانولو لپاره کلک عزم کړی دی او له دې پاکې خاورې او شریف ولس سره ژمنه کوي، چې د پر ځان بسیا افغانستان لپاره به هر ډول هلې ځلې ترسره او له ټولو شته امکاناتو به کار واخلي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، دا چې برېښنا زموږ د هېواد یوه لویه اړتیا ده، نو له همدې وجې اسلامي امارت د ډېرو بنسټیزو کارونو په پرتله دې برخې ته لومړیتوب ورکړی او له پانګوالو یې غوښتنه کړې، چې په دغه سکټور کې پانګونه وکړي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د برېښنا اړتیا ته په کتو سره وویل، چې اسلامي امارت له ترکمنستان څخه د راتلونکې برېښنا د پاتې چارو د بشپړولو قراردادونه له شبرغان څخه تر الوان دښتې پورې له افغان انویسټ شرکت او له الوان دښتې بیا د کابل تر ارغندۍ سیمې  پورې له عوفي بهرام شرکت سره لاسلیک کړي دي. د محترم ملا صاحب په خبره، د دې پروژو په بشپړېدو سره به هېواد ته د برېښنا په دې مزي کې د سلګونو مېګاواټه برېښنا د انتقال زمینه برابره شي او له کابل څخه د هېواد جنوبي ولایتونو ته د غځېدلو مزو له لارې به د برېښنا انتقال تأمین کړي، چې افغانستان به یوازې د وارداتي برېښنا د قیمتونو په برخه کې په کلني ډول له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیاته سپما ولري.  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت خودکفایۍ ته د رسېدو په موخه په کور دننه د برېښنا تولید ته لومړیتوب ورکړی، څو یې هم واک په خپل لاس کې ولري او هم یې په داسې قیمتونو هېوادوالو ته عرضه کړي، چې هغوی یې وس او توان ولري.  محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ټولو پانګوالو وغوښتل څو په پوره صداقت او اخلاص سره په هېواد کې پانګونه وکړي او خپل ملت ته د خدمت مصدر وګرځي، چې په دې سره به افغانستان په نږدې راتلونکي کې خودکفايۍ ته ورسېږي.  د یادولو وړ ده چې له شبرغان څخه تر الوان دښتې او له الوان دښتې بیا د کابل ولایت تر ارغندۍ سیمې پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي د غځولو پروژو په بشپړېدو سره به له ترکمنستان څخه سلګونه میګاواټه برېښنا په کمه بیه وارده، شپږ میلیونه کورنۍ به له برېښنا څخه برخمنې او د ۱۲ ولایتونو د برېښنا د کمښت ستونزه به ورسره حل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۰:۲۶
Background image

د کاني موادو د کیفیت معلومولو لپاره د پرمختللو لابراتوارونو جوړېدل د تایید وړ وبلل شول

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. غونډې ته د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري په کابل او ولایتونو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۲:۳۴
Background image

د مالیې وزارت او ډي پي ورلډ شرکت ترمنځ د پانګونې شرطپاڼه لاسلیک شوه

د مالیې وزارت او ډي پي ورلډ شرکت ترمنځ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۶مه نېټه د ریاست‌الوزراء په اقتصادي معاونیت کې د پانګونې شرطپاڼه لاسلیک شوه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۸:۱۵
Background image

کابل او تهران د درملو او طبي وسایلو د تولید په برخه کې همکارۍ پراخوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران د روغتیا وزارت مرستیال او د خوړو او درملو. . .

BACK TO NEWS