محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امارتي شرکتونو د تقویې او انسجام په موخه د خپلواکې ادارې د رامنځته کېدو په اړه جوړې شوې غونډې ته وینا وکړه

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱ - ۱۶:۴۳
DSC07606

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امارتي شرکتونو د ښه مدیریت، ملي عوایدو لوړېدو، د انحصار او احتکار د مخنيوي په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله له فرمان سره سم د خپلواکې ادارې د رامنځته کېدو په پار د روان لمریز کال د سلواغې په لومړۍ نېټه جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.  په غونډه کې چې د اسلامي امارت د کابینې د یو شمېر غړو او د امارتي شرکتونو د مسوولینو په ګډون جوړه شوې وه، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلو خبرو پرمهال د یادې ادارې جوړېدل مهم وبلل او ویې ویل، په افغانستان کې د دولتي  تصدیو او شرکتونو فعالیتونه زیات اغېزناک و. د تېرې قمري پېړۍ تر وروستۍ لسیزې پورې دولتي تصدیو او شرکتونو تر ۶۰ سلنې پورې ملي بودیجه برابروله او خدمات یې تر خصوصي سکټور لوړ وو. محترم ملا صاحب زیاته کړه: «آن هغه خدمات چې خصوصي سکټور به یې په ترسره کولو کې پاتې راغی، دولتي تصدیو او شرکتونو به په پوره مسلکیتوب او قوت سره ترسره کول د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، له بده مرغه له هغه وروسته د افغانستان د نورو برخو تر څنګ دولتي شرکتونو او تصدیو ته هم ډېر زیان ورسېد. په تېرو څلوېښتو کلونو کې یادو شرکتونو ته چا سر هم ور ښکاره نه کړ. محترم ملا صاحب د اسلامي امارت له لوري د ډېری دولتي شرکتونو بېرته فعالیدو ته په اشارې سره وویل، د اسلامي امارت په راتګ او د مالیې وزارت په هڅو سره ډېر شرکتونه بېرته فعال او په عوایدو کې یې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د محترم ملا صاحب په وینا، په تېر کې د شرکتونو د ناوړه حالت یو عمده لامل د اشخاصو له لوري ددې شرکتونو ناسم مدیریت و، په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې دولتي او غیر دولتي شرکتونه د کمېټو او بورډونو له لوري رهبري کېږي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د دولتي شرکتونو د خپلواکې ادارې رامنځته کول همدې موخې ته رسېدل وبلل او زیاته یې کړه چې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د فرمان پر بنسټ به اوس‌مهال ټول امارتي شرکتونه د یوې واحدې ادارې تر چتر لاندې راشي چې چارې به یې مثبتې او ښې پرمخ ولاړې شي.  د یادونې وړ ده چې دغه اداره د امارتي شرکتونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، د چارو د ښه مدیریت او د انحصار او احتکار د له منځه وړلو په خاطر د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د ۲۱مې ګڼې فرمان پر بنسټ رامنځته شوې ده. د غونډې د ګډونوالو په وینا چې دغه اداره به د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې ګټوره تمامه شي او ورسره به د ملي عوایدو کچه لوړه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۳:۲۵
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د جبل السراج سیمنټو دویمې تولیدي فابریکې د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۸مه نېټه د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د جبل السراج سیمنټو دویمې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۴:۱۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۱:۴۲
Background image

د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د دوه سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت اړوند پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS