د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د شاوخوا دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د درېیو پروژو تړونونه لاسلیک شول

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۱۴:۵۲
5U2A8083

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د روان لمریز کال د دلوې میاشتې په ۱۱مه نېټه د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د شاوخوا دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د درېیو پروژو تړونونه لاسلیک شول.  په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې جوړ شوي وو، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند دغه پروژې د معیاري ترانسپورټ د رامنځته کېدو او ددې برخې د پرمختګ په برخه کې مهمې وبللې او له قراردادي شرکتونو یې وغوښتل چې خپل کارونه په ښه کیفیت او ټاکلي وخت پای ته ورسوي. دغه پروژې د کابل هوايي ډګر کې د پارکېنګ او انتظار خونې، د فاریاب ولایت د آقینې بندر د تیرپارک او د هرات ولایت د ګذرې ترمینل جوړول دي چې ټول لګښت یې شاوخوا دوه میلیارده افغانیو ته رسیږي. ددغو پروژو په عملي کېدو سره به له یوه لوري هېوادوالو ته معیاري ترانسپورټي خدمتونه وړاندې او له بل لوري به زرګونو هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS