د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هیواد د کورنیو چارو له وزیر احمد وحيدي سره وکتل

dpmea_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۷:۵
WhatsApp Image 2023-11-06 at 17.07.45_11889414

دغه لیدنه د ایران د کورنیو چارو وزارت کې ترسره شوه چې له محترم ملا عبدالغني برادر اخوند سره د اسلامي امارت یوشمېر وزیرانو او د وزارتونو باصلاحیته استازو هم ګډون پکې درلود. د غونډې په پیل کې د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران دولت له همکاریو څخه مننه وکړه او وویل، چې د ایران دولت تل په سختو شرایطو او حوادثو کې د افغانانو لاسنيوی کړی او همدا اوس هم زمونږ د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی. محترم ملا صاحب همدا راز د خپلو خبرو په دوام وویل، نن ښه فرصت برابر شوی څو دواړه دوست هیوادونه په اقتصادي او امنیتي برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي، ځکه یو باثباته او پرمختللی افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی. د دغه لیدنې پر مهال د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له ایراني لوري وغوښتل څو په دغه هېواد کې د بېلابېلو سپکو جرمونو په تور افغان بندیان خوشي او پاتې نور افغان حکومت ته وسپاري. دغه بندیان به د بند پاتې وخت د افغانستان په زندانونو کې تېر کړي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، اسلامي امارت د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره هڅه کوي څو افغانان په خپل هیواد کې با عزته ژوند ولري او په خپل هیواد کې د خپلو هیوادوالو د خدمت جوګه شي. محترم ملا صاحب د یادې لیدنې پر مهال له مخدره توکو سره مبارزه د افغانستان اسلامي امارت لومړیتوب وباله او زیاته یې کړه، چې اوسمهال په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کښت او قاچاق صفر ته راټیټ شوی. د دغه لیدنې پر مهال د ایران د کورنیو چارو وزیر ښاغلي احمد وحيدي افغان پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې نن تر ټولو ښه فرصت برابر شوی څو ایران او افغانستان په اقتصادي، سوداګریزو او نورو برخو کې له شته فرصتونو په ښه توګه استفاده وکړي. د نوموړي په خبره، ایران له خپلې خاورې د افغاني محصولاتو ترانزیټ ته لومړیتوب ورکوي، څو د افغانستان په صادراتو کې زیاتوالی راشي. ښاغلي وحیدي همدارنګه د افغاني محصولاتو لپاره ایران د یو نږدې او ښه مارکېټ په توګه یاد کړ او زیاته یې کړه، چې افغان لوری دې خپل محصولات له ایران سره په دغه هېواد کې د بازارموندنې په موخه شریک کړي، څو په ایران کې ورته د خرڅلاو ښه فرصتونه برابر کړي.  د ایران د کورنيو چارو وزیر ښاغلي وحيدي همداشان په ایران کې د افغان کډوالو مېشت کېدل د ایران لپاره یو ښه کاري فرصت یاد کړ او زیاته یې کړه، چې د افغان کډوالو د لا ښه انسجام او د هغوی ستونزو ته د رسېدو په موخه د دواړو هېوادونو له لوري یو مشترکه کمېټه جوړه شي. ښاغلي وحيدي د خپلو خبرو په دوام وویل، د سرحداتو پیاوړتیا، د دواړو هيوادونو ترمنځ مشترک بازار، د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه، د سرحدي پوستو پیاوړتیا، د سوداګرۍ او ترانزیټ پراختیا او په سرحدي سیمو کې د دواړو هيوادونو د وګړو د ژوند ښه والی د ایران لومړیتوب دی او ټینګار یې دا دی چې په یادو برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه پرله‌پسې او مؤثرې هڅې وکړي.  د دې ناستې په ترڅ کې همداشان له چابهار څخه تر نیمروز، هلمند او کندهار پورې د رېل پټلۍ پر جوړېدو، افغان محصلینو ته د زده کړو د ښه فرصت پر ایجاد، د افغانستان له لارې له چین سره د ایران اتصال او د افغانستان له لارې ازبیکستان د ایران په واسطه له عمان بحيرې سره نښلول هغه موضوعات وو، چې په دغه غونډه کې پرې بحث وشو. ایراني لوري د افغانستان له لارې له چین سره پر وصلېدلو ټینګار وکړ او دا چاره یې د دواړو هېوادونو په ګټه وبلله. ملا صاحب هم دې موضوع ته د اهمیت ورکولو او د کار ګړندي کولو  ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۱:۳۰
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د پانګونې پر یوشمېر طرحو بحث وکړ

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته په کابل ښار کې د ځمکتلي سوداګریز مارکېټ او سوداګریز. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۹:۳۲
Background image

اقتصادي کمېسیون د دوه میلیارده او ۲۷۴ میلیون افغانیو په ارزښت د پانګونې لس طرحې تایید کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون نوبتي غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په څلورمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۸:۵۳
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په درېیمه نېټه

 د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې ۳۵ پروژې د منظورۍ. . .

BACK TO NEWS