د اقتصادي عالي شورا مشرتابه، مالي ثبات کمېټې او د مجوزو بانکونو سهمدارانو دوهمه غونډه ترسره شوه

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۱۷:۴
5U2A8736

د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي عالي شورا مشرتابه، مالي ثبات کمېټې او د مجوزو بانکونو سهمدارانو دوهمه غونډه د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۲مه نېټه د افغانستان بانک د غونډو په تالار کې ترسره او په بانکي سکټور کې د شته ستونزو د لمنځه وړلو په اړه خبرې اترې وشوې. په دغه غونډه کې چې مشري یې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند کوله، د مالیې وزارت سرپرست ملا محمد ناصر اخوند، د افغانستان بانک عمومي سرپرست رئیس الحاج ملا هدایت‌الله بدري او د مجوزو بانکونو د سهمدارانو استازو حضور درلود. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال یادې غونډې ته د خبرو پر مهال د هېواد په بیارغونه او پرمختګ کې د بانکي سکټور رول ارزښتناک یاد کړ او زیاته یې کړه، چې هېوادوالو ته د غوره بانکي خدمتونو وړاندې کول د بانکي سکټور په وده او د هېواد په پرمختګ کې مهم رول لوبوي. نوموړي په بانکي سکټور کې د راغلو پرمختګونو ترڅنګ ځینو ستونزو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې په یوه یا هم دوو بانکونو کې د نغدینګۍ ستونزه لا تراوسه په بشپړ ډول نه ده حل شوې. محترم ملا صاحب د مجوزو بانکونو د سهمدارانو او مالي ثبات کمېټې له غړو وغوښتل څو په ګډه د دغې ستونزې په حل کې همکاري وکړي.  محترم ملا عبدالغني برادر اخوند هېوادوالو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د هېوادوالو د اقتصادي ستونزو د حل په موخه کوټلي ګامونه اخیستي او په دې برخه کې پوره ژمنتیا او اوږدمهاله پلانونه لري. هغه د بېلګې په ډول هېوادوالو ته د کاري فرصتونو برابرول، د انفلاسیون کنټرول، د کانونو قانوني استخراج، د کرنیز سکټور معیاري کول، د اوبو مدیریت، کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ته د زمینې او شرایطو برابرول او یوشمېر نورو برخو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې د داسې لوی هدف ترلاسه کول یوازې د حکومت له لوري ستونزمن کار دی. محترم ملا صاحب دغه موخې ته د رسېدو په برخه کې د مجوزو بانکونو سهمدارانو، ملي سوداګرو او پانګوالو همغږي او همکاري مهمه وبلله او له هغوی یې وغوښتل چې په دغه برخه کې له اسلامي امارت سره پوره همکاري وکړي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د مجوزو بانکونو سهمداران هېواد ته راوبلل او له هغوی یې وغوښتل، څو د خپلو بانکونو چارې په ښه ډول مدیریت او د هېواد د بانکي سکټور په پرمختګ کې ونډه واخلي. محترم ملا صاحب د اسلامي امارت په استازیتوب دوی ته ډاډ ورکړ چې ټولو ستونزو ته به یې د قانون په چوکاټ کې په ښه ډول رسېدنه وشي. د غونډې په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مالي ثبات کمیټې غونډه مهمه وبلله او هیله یې وښوده چې د دغو غونډو دوام به د هېواد د آبادۍ او په ځانګړې توګه د بانکي سکټور د ستونزو په هوارولو کې ګټور تمام شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې د سرپل ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۱۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۸:۵۵
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

BACK TO NEWS