د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې دوهمه کاري غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۲:۵۵
۲۱۲۱۳۴

یادې غونډې ته د لمریزې برېښنا د تولید، له ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا د لېږد په برخه کې د پانګونې طرحې وړاندې شوې، چې له هر اړخیز بحث وروسته په پرنیسپ کې تائید او د اوبو او انرژۍ وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت ته دنده وسپارل شوه تر څو یادې طرحې د تخنیکي، اقتصادي او مالي تحلیلونو  او د دې ناستې د وړاندېزونو په نظر کې نیولو سره د طرحو وړاندې کوونکو شرکتونو له استازو سره بیا ځل ناستې ترسره کړي او راپور یې د پانګونې څلورمې نوبتي ناستې ته راوړي. په کابل ښار کې پر نړیوالو معیارونو برابر لوی سوداګریز مارکېټ او مرکز د جوړولو طرحې هم د خصوصي سکټور له لوري وړاندې شوې، چې تر هراړخیز بحث وروسته د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د استازي په ګډون د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، کور او ښار جوړولو، اطلاعاتو او کلتور وزارتونو، کابل ښاروالۍ او چاپېریال ساتنې ملي ادارې له استازو څخه جوړې شوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو یادې طرحې په هراړخیز ډول وڅېړي او د نهايي تصمیم نیونې په موخه یې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي. د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټه په هېواد کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جلب او جذب د بهیر چټکتیا، د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د طرحو په طی مراحلو کې د همغږۍ، په هېواد کې د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کولو او د پانګونې چارو د ښه مدیریت لپاره د زمینې برابرولو په موخه رامنځته شوې. د دې کمېټې د کاري فعالیت له پيل سره سم اوسمهال کورني او بهرني پانګوال کولای شي خپلې طرحې په فزیکي ډول د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون دارالانشاء ته راواستوي او پر دې سربېره یې پر دغه برېښنالیک(AIIMC@dpmea.gov.af)   رالېږلی او په دې شمېرو (0770985100، 0202100976) اړیکه نیولی شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS