محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې له چابهار بندر څخه لیدنه وکړه

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۸ - ۱۱:۳۰
WhatsApp Image 2023-11-11 at 08.52.55_78bb9b0d

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د روان لمریز کال د عقرب میاشتې په ۱۸مه نېټه له چابهار بندر څخه لیدنه وکړه. محترم ملا صاحب د دغه لیدنې پر مهال د چابهار بندر له مسوولینو سره وکتل او د دغه بندر له لارې یې د افغانستان د صادراتو او وارداتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له ایراني لوري وغوښتل چې چابهار بندر ته د افغانستان لاسرسی اسانه کړي څو له دې لارې وکولای شي خپل صادرات د نړۍ بازارونو ته ورسوي. ایراني لوري په چابهار بندر کې د افغانستان لپاره د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو او همدارنګه د دغه بندر له لارې د افغانستان د سوداګرۍ د زیاتېدو په اړه محترم ملا صاحب ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې په دې اړه به د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه په ګډه کار وکړي.  له چابهار بندر سره د نښلېدو په صورت کې به افغانستان د هند، چین او پردې سربېره د اروپا، امریکا او منځني ختیځ بازارونو ته لاسرسی پيدا کړي، چې په دې سره د افغانستان او نړۍ اړیکې لا پياوړې او نږدې شي. دغه بندر د مرکزي اسیا هېوادونو او په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره چې په وچې پورې تړلی هېواد دی، ځانګړی اقتصادي ارزښت لري. چابهار بندر د افغانستان لپاره د بندر عباس په پرتله لسګونه کیلومتره او د کراچۍ بندر په پرتله بیا سلګونه کیلومتره لنډ دی، چې له دې لارې به د صادراتو په لګښت او وخت کې په بې ساري ډول کموالی راشي. چابهار بندر په جغرافیوي لحاظ په یو ستراتیژیک موقعیت کې جوړ شوی چې له دې لارې افغانستان کولای شي نوي سوداګریز او ترانزیټي ملګري پيدا کړي او په کم وخت او لږ مصرف له نړیوالو سوداګریزو بازارونو سره ونښلول شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن (سه‌شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۶مه نېټه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۱۴
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

BACK TO NEWS