د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال: له هېوادوالو غواړم چې په خپلو سیمو کې نیالګي کېنوي او پاللو ته یې پاملرنه وکړي
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمریز کال د وري میاشتې په دوهمه نېټه د ارګ په انګړ کې د نیالګي کېنولو پر مهال له هېوادوالو او په ځانګړي توګه له کابل ښاریانو وغوښتل، چې په خپلو سیمو کې نیالګي کېنوي او پاللو ته یې بشپړه پاملرنه وکړي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په خبره د نیالګیو په کېنولو سره به له یوه لوري زموږ د هېواد ښکلا څو برابره او له بل لوري به مو چاپېریال خوندي شي، چې دا دواړه بیا د هېوادوالو په روغتیا مثبته اغېزه کوي. د یادونې وړ ده، چې سږ کال به یوازې په کابل ښار کې دوه میلیونه مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي کېنول شي. په دې سره به د کابل ښار ښکلا زیاته او د چاپېریال په پاک ساتلو کې به مرسته وکړي.