د ملت سټیل اوسپنې ویلې کولو فابریکې دوهم او درېیم فازونو پرانیسته وشوه

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۱۹:۵
WhatsApp Image 2024-03-24 at 17.46.17_f5c5b3bc

د ملت سټیل اوسپنې ویلې کولو فابریکې د ګول سیخونو دوهم او اوسپنیزو ګاډرو د تولید درېیم فازونه نن د ۱۴۰۳ لمریز کال د وري میاشتې په پنځمه نېټه د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري پرانیستل شول.  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د صنعت سکټور د پرمختګ په برخه کې د دغو فازونو پرانیسته او پر فعالیت پيل مهم وبلل او زیاته یې کړه، چې د صنعت سکټور په پرمختګ سره به په هېواد کې اقتصادي پراختیا رامنځته شي. محترم ملا صاحب د اوسپنې ویلې کولو فابریکو مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت صنعتي فابریکو ته د دایمي برېښنا چمتو کولو لپاره هڅې کوي او په همدې موخه د کورنۍ برېښنا د تولید کچې زیاتولو په موخه پر نورو پروژو سربېره نن له خصوصي سکټور سره د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲۳ مېګاواټه تولیدي برېښنا قرارداد لاسلیک شو. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د اوسپنې ویلې کولو فابریکو مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت په کور دننه د خامو موادو چمتو کولو په موخه د هرات ولایت د اوسپنې کان څلور بلاکونه د داوطلبۍ له لارې کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړل، څو په راتلونکي کې د اوسپنې ویلې کولو فابریکې د خامو موادو له کمښت سره مخ نه شي.  محترم ملا صاحب له صنعت سکټور څخه د ملاتړ په پار زیاته کړه، چې اسلامي امارت پر هغو اوسپنیزو توکو تعرفه لوړه کړې ده چې په کور دننه تولیدېږي او د هېوادوالو اړتیاوې پوره کولای شي. نوموړي له ټولو دولتي ادارو او هېوادوالو وغوښتل، چې د خپلو اړتیاوو پوره کولو پر مهال له کورنیو تولیداتو استفاده وکړي، که څه هم کیفیت یې د بهرنیو تولیداتو په پرتله له لس تر پنځلس سلنې ټیټ وي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د وینا په پای کې له ټولو صنعت‌کارانو او پانګوالو وغوښتل، چې د هېواد دننه په داسې مهمو سکټورونو کې لکه دا نن یې چې پرانیسته کوو، پانګونه وکړي او له دې لارې د هېواد په ترقۍ او ځان بسیاینه کې خپل مسوولیت اداء کړي. د ملت سټیل اوسپنې ویلې کولو فابریکې په دوهم او درېیم فازونو کې ۵۰ میلیون ډالره پانګونه شوې، چې په ورځني ډول د اوسپنې پټلۍ خطونو، ګول سیخ او ګاډرو سلګونه ټنه تولید ظرفیت لري او شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو ته پکې کاري زمینه برابره شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې د سرپل ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۱۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۸:۵۵
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

BACK TO NEWS