د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د دفتر نوی عمومي رئیس معرفي شو
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د ۴۶۳۳ ګڼې حکم پر اساس، محترم مفتي عبدالله عزام د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي رئیس په توګه د یاد معاونیت د رييسانو، مرستیالانو او آمرینو په حضور کې په رسمي ډول معرفي او پر کار یې پيل وکړ. محترم عبدالله عزام د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د مقام له باور څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې ورسپارل شوې دندې به په پوره امانتدارۍ سره پرمخ بوځي او د معاونیت له وړاندې ټاکل شویو موخو ته د رسېدو په لاره کې به له هېڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړي.