ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۱ میلیارده افغانیو په ارزښت مختلفې پروژې منظورې کړې

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۱۶:۹
5U2A1299

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ؛ ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۱ میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۴ پروژو قراردادونه منظور کړل. د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتې غونډې ته چې د روان لمریز کال د وري میاشتې په ۱۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۲۹ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۲۴پروژو قراردادونه منظور، د څلورو لغوه او د یوې پروژې د قرارداد په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې په هراړخیز ډول یې وڅېړي او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي. په منظور شوو پروژو کې د کابل – کندهار لویې لارې د اساسي بیارغونې د پاتې چارو بشپړول، د کنړ – نورستان سړک د تخریب شوو ساحو بیارغونه، په مختلفو ولایتونو کې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند پروژې، د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او جزوتامونو لپاره د هغوی د اړتیا وړ توکو برابرول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي، چې په پلې کېدو سره به یې سلګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۵:۲۶
Background image

د سټنډرډ عالي شورا له لوري ۳۰ سټنډرډونه تصویب شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا په دوهمه غونډه کې چې نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۵:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د تیرپارک او په مزارشریف ښار کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحو ته د تایید نظر ورکړل شو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د قوس میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته له اجنډا سره سم د بغلان ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د روسیې فدراسیون د ملي امنیت شورا له عمومي منشي سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د قوس میاشتې په پنځمه نېټه د روسیې فدراسیون د ملي امنیت شورا د عمومي منشي سرګي شویګو په مشرۍ له. . .

BACK TO NEWS