د فلای دوبۍ هوایي شرکت کابل ته خپلې الوتنې بېرته پیل کړې

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۴ - ۱۰:۲۹
5U2A2030

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت او د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د پرله‌پسې هڅو په پایله کې له شاوخوا دوه کلونو وروسته د فلای دوبۍ پروازونه افغانستان ته بیا پيل او د روان لمریز کال عقرب میاشتې په ۲۴مه نېټه یې  لومړی پرواز کابل نړیوال هوايي ډګر ته ترسره شو. کابل ته د فلای دوبۍ پروازونو پيل ښيي چې د افغانستان فضاء د هر ډول پروازونو لپاره خوندي او عادي حالت ته راګرځېدلې او د افغانستان په ټولو هوايي ډګرونو کې اړین سهولتونه برابر او په معیار برابر خدمتونه وړاندې کېږي. افغانستان ته د فلای دوبۍ پروازونو پیل به د هوايي شرکتونو ترمنځ د مناسب نرخونو په ټاکلو کې سالم رقابت ته لاره هواره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS