صنعت کې د لویو لارو ارزښت ته کتنه

په صنعت کې لويې لارې

 

صنعت کې د لویو لارو ارزښت ته کتنه

لیکوال: نجیب الله مایار

مقدمه

 ترانسپورتي لارې د اقتصاد، سوداګرۍ او ټولنیزو او فرهنګي ژوند له اساسي اړتیاوو څخه دي  چې په هرځای او هرکله یې د بشري ټولنې اړتیاوې پوره کړې دي. ترانسپورتي لارې له یوه هېواد څخه بل او یا له یوې سیمې بلې هغې ته د سوداګریزو توکو او اشخاصو  لیږد رالیږد شونی کوي او په کومه اندازه چې د انسان په بدن کې د وینو رګونه مهم دي، همداسې د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې بیا سړکونه او لارې اساسي رول لري. د لارو د جوړېدو څرنګوالی کولای شو په دوو برخو ووېشو: طبیعي لارې او غیر طبیعی یا سوداگریزې لارې ، د طبیعي لارو په جوړېدو کې بشر کوم رول نه دی لوبولی، بلکې په طبیعي ډول جوړې شوې دي او غیر طبیعي لارې لکه سړکونه، ریل پټلۍ او نور هغه لارې دي چې انسانانو رامنځ ته کړې او د اقتصادي ژوند په پرمختګ کې مهم رول لري.

سوداګریزې لارې

افغانستان یو وخت کې د نړۍ د هېوادونو په نښلولو کې مهم رول درلود او د ورېښمو لاره هم له همدې سیمې تېره شوې وه، خو کله چې په نړۍ کې سیاسي او اقتصادي وضعیت بدل  او د کرنې او صنعت سکټورونو وده وکړه، د ترانسپورت په برخه کې هم زیات بدلونونه رامنځته شول. د اورګاډي پټلۍ او هوایي دهلیزونه او له دې سره افغانستان ، تر یوه حده څنډې ته شو.  د صنعتي انقلاب په راتګ سره په نړۍ کې د نورو چارو ترڅنګ د لیږد رالیږد لارو هم بدلون وموند، خو په افغانستان کې د یرغلونو، جګړو، کمزورو واکمنیو او حکومتونو د نه پاملرنې له امله د لارو جوړولو ته چندان کار و نه شو. 

د وخت په تېرېدو طبیعي لارو خپل ارزښت له لاسه ورکړ او  اړتیا وه چې د وخت غوښتنو ته په پام سره نویو لارو جوړولو ته پام وشي.   

افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د سوداګرۍ او سفر له پاره بېلابېلې لارې کارولې او حتی د وخت مهمې لارې هم له افغانستان څخه تېرې شوې وې چې کولای شو د وریښمو لار، د لاجوردو لار او نورو یادونه وکړو. پر دې سربېره د افغانستان حکومتونو هم د افغانستان بېلابېلې سیمې د سړکونو په وسیله سره نښلولې دي، خو دا لارې باید د وخت په تېرېدو او د اړتیاوو په لوړېدو سره  پراخې او په امکاناتو سمبال شي. لویې لارې نه یوازې داچې د سوداګرۍ په پرمختګ کې مهمه ونډه لري، بلکې د صنعت په غوړېدو کې هم ارزښتناک رول ترسره کوي.

په صنعت کې د سوداګریزو لویو لارو ارزښت

لارې یا سړکونه د یوه هېواد په اقتصادي وده کې د پام وړ ارزښت لري او همدا لارې دي چې خام مواد تر تولیدي فابریکو او پاخه هغه بیا په وخت تر بازارونو رسوي. د سوداګرۍ او پلور مرکزونو او مارکیټونو ته د سوداګرو او تولیدونکو لاس رسی او د وېش چارې اسانوي او هر وخت خپل توکي تر مشتریانو پورې رسولای شي.

د  بېلابېلو سیمو په نښلېدو سره  خلک د یو او بل د تولیداتو په اړه معلومات پيدا کوي او ترمنځ یې اقتصادي همکاري ډېریږي چې د صنایعو د پياوړتیا لامل کیږي. همدا راز  ښارونه او صنعتي ښارګوټي له نورو ښارونو، بازارونو او کلیو سره نښلي، په هره سیمه کې کاري فرصتونو  رامنځ ته کېږي.

سړکونه د پانګونې د جذب په برخه کې هم  مرسته کوي، ځکه خدماتي او لوژیستکي مرکزونه او ادارې غواړي د اسانتیاوو د موجودیت په صورت کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي له همدې امله زیاتره صنعتي پارکونه د لویو لارو پر سر په هغو ځایونو کې جوړېږي چې د لېږد را لېږد چارې اسانه وي. د لارو  منظم ترانسپورتي سیستم د موجودیت په صورت کې پانګوال او تولیدونکي د بازار اړتیاوو ته په وخت او چټک ډول ځواب ویلای شي او په لږ وخت کې د خلکو د اړتیا وړ توکي تر دوی ور رسوي. د لارو  په پراختیا سره تولیدي کمپنۍ په هره سیمه او هر ښار کې ښایي د خپلو توکو د ساتنې او زېرمه کولو له پاره ګودامامونه او پلورنځي جوړ کړي چې په دې کار کې هم ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابریږي.  همدا رنګه د هوټل دارۍ او نورو لوژیستیکي خدمتونو پراختیا ته لاره هواروي، ځکه د لارو په اوږدو کې له هوټلونو او رستورانتونو نیولې آن د موټر جوړولو تر ورکشاپونو پورې خدماتو ته اړتیا موجوده وي. کله چې معیاري سړکونه او لویې لارې جوړې شي، نو په کورنیو پانګوالو سربېره بهرني شرکتونه هم غواړي په هېواد کې پانګونه وکړي چې دا بیا د ټکنالوژۍ د انتقال او عامېدو لامل ګرځي. په افغانستان کې د معیاري سړکونو  نشتوالی یوه ستونزه ده چې له تېرو کلونو را په دېخوا پر خپل ځای پاتې ده.

پر دې سربېره په وروستیو کلونو کې د دوامداره جګړو  له امله د افغانستان د لویو لارو او سړکونو نږدې ۵۴ سلنه برخه د نه پاملرنې له کبله ویجاړه شوې او بیارغونه غواړي. که جدي پاملرنه او بیارغونه یې ونه شي، پاتې برخې یې هم له منځه ځي. طبیعي پېښې، له اندازې زيات بار، د باروړونکو موټرو ګړندی تګ، زياته ګڼه ګوڼه او د لارو په جوړولو کې د ټیټ کيفيت لرونکو موادو کارول د لويو لارو او سړکونو د ويجاړېدو اصلي لاملونه دي. خو د اسلامي امارت په راتګ او د لویو او ترانزیټي لارو جوړولو ته پوره پاملرنه شوې ده.

 د لویو لارو په بیارغونه کې د اسلامي امارت هلې ځلې

په هېواد کې د اسلامي امارت د حاکمیت په ټینګښت سره د صنعت او سوداګرۍ د پرمختګ په برخه کې همدې مهم اصل ته پاملرنه وشوه او د تېرو درېیو کلونو پر مهال یې په هېواد کې د مهمو سوداګریزو او ترانزیټي لارو لکه، سالنګونو، کابل – کندهار، هرات – غور، کندهار – ارزګان او په دې وروستیو ورځو کې د کابل – غزني دویم لین سړک د جوړولو چارې پيل شوې دي. د لویو لارو ترڅنګ د ولایتونو ترمنځ سړکونه او د ولسوالیو او ښارونو ترمځ نښلوونکي سړکونو پروژې یوه په بل پسې پيل شوې دي. د لویو او مهم ترانزیټي لارو له جملې یوه هم د سالنګ لویه لار ده. د دغې لویې لارې چې د هېواد سویل او مرکز له شمالي ولایتونو او آن منځنۍ آسیا له هېوادونو سره نښلوي د رغونې چارې دوام لري.

 د دغې لارې د بیارغونې پروژه د ۱۴۰۲ لمریز کال د سرطان په ۲۱ مه نیټه د ریاست الوزرء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا پرانیستل شوه چې د همدې کال د قوس میاشتې په ۲۹ مه نیټه د سالنګ تونل او شپاړسمې ګالرۍ کارونه بشپړ او د اقتصادي معاونیت د محترم مرستیال له خوا پرانیستل شول.

د سالنګونو د لویې لارې د ۸۰ کیلومتره سړک د بیارغونې کار تېر کال له جبل سراج څخه تر دوشي ولسوالۍ پورې په درېیو لاټونو کې پيل شوی و چې د تونل  او شپاړسمې ګالرۍ  د کانکریت چارې او د خنجان ـ دوشي مسیر د  ۵ کیلومټره سړک د پخولو کار بشپړ شوی او د پاتې نورو برخو کار یې په درېیو برخو کې د درېیو بېلابېلو شرکتونو له خوا دوام لري.

بل  د کابل ـ کندهار سړک دی چې  ډېرې برخې یې په وروستیو کلونو کې د طبیعي پېښو او جګړو له امله ورانې شوې وې. د اسلامي امارت په واکمنېدو سره یې د بیارغونې کارونه پيل شول. د کابل له ارغندۍ څخه د میدان وردګ ولایت تر دوراني بازار سیمې پورې د دغه سړک هغه برخه ده چې په ۱۴۰۲ لمریز کال د سرطان په ۲۴ مه یې د پخولو کار د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر له خوا پرانیستل شو. محترم ملا برادر اخوند د سړک له جوړونکي شرکت وغوښتل،  هرڅومره چې امکان لري دا پروژه په پوره امانتدارۍ سره پلې کړي. د کابل ـ کندهار سړک د بیارغونې چارې په اوو برخو وېشل شوې دي.

د کابل – غزني دویم لین سړک د کابل ښار له کمپنۍ سیمې پیلېږي او د میدان وردګو ولایت له مرکز میدان او سیدآباد ولسوالۍ څخه په تېرېدو سره د غزني ښار ته رسېږي. دغه سړک د کابل – کندهار د لویې لارې مهمه برخه ده چې غزنی ولایت له مرکز کابل سره نښلوي او په ټوله کې له کابل سره د جنوبي ولایتونو په نښلولو کې اساسي رول لوبوي.

د کابل – غزني دویم لین سړک شاوخوا ۱۱۱ کیلومټره اوږدوالی لري چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۲۰مه نېټه یې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري په رسمي ډول د عملي چارو د پيل پرانیسته وشوه.

د کندهارـ ارزګان سړک  د هېواد سویل او شمال سره نښلوي او د هېواد په سوداګرۍ کې مهم رول لري. د ۲۰۹ کیلومتره برخې د پخولو چارې یې د ۱۴۰۲ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۳۰ مه پيل شوې. د دغه سړک د بیارغونې او جوړولو چارې په دوو برخو کې ترسره شوې. لومړۍ برخه چې ۱۰۸ کیلومتره اوږدوالی لري د کندهار له ارغنداب، خاکریز او نیش له ولسوالیو څخه تېریږي او ارزګان ولایت ته رسیږي. د دغه سړک دوهمه برخه  چې ۱۰۱ کیلو مترو ته رسیږي د ارزګان له مرکز ترینکوټ ښاره پيل د دغه ولایت د دهراود ولسوالۍ تر چتو پل پورې رسیږي. په لویو لارو سربېره اسلامي امارت ښاري سړکونو ته هم پاملرنه کړې ده چې دلته یې په لنډ ډول ځینو ته اشاره کوو:

  •   په ۱۴۴۵ کال کې د فواید عامې وزارت له خوا ۲۷۹٫۴۸ کیلومتره سړک ډیزاین شوی او د ۲۴۴٫۸ کیلومټره نور سړک په ډیزاین کار روان دی.
  • ۱۶۹۸ کیلومټره سړک ترمیم شوی دی.
  • د فرخارـ ورسج سړک  د لومړي فاز  د لومړۍ برخې د جوړولو چارې چې ۱۵ کیلومتره اوږدوال لري بشپړ شوی دی.
  • د ګردیز ـ زرمت د ۱۰ کیلو مټره سړک د بیارغونې چارې دوام لري.
  •  د کابل ـ لوګر د لویې لارې د دوهم لین ۲۴٫۱۵ کیلومتره سړک د رغونې کار روان دی.

پردې سربېره د ولایتونو  ترمنځ او په ښارونو کې ګڼ سړکونه جوړ شوي او د ځینو یې کار روان دی چې په بشپړېدو سره به یې د ترانسپورټ په تیره بیا د صنعت په پرمختګ او سوداګریزو  چارو په وده کې مهم رول ترسره کړي.  

پایله

لارې په هېواد کې د اقتصادي غوړېداو په برخه کې مهم فکتور دی چې اسلامي امارت یې باید جوړولو  ته پاملرنه وکړي. د تېرو څو کلونو  جګړو او نا امنیو د هېواد د لویو لارو  اونورو سړکونو ډېره برخه ویجاړه کړې ده چې بیارغونې ته اړتیا لري.

 پردې سربېره ځینې سړکونه چې پخوا جوړ شوي د اوسني وخت اړتیاوې نشي پوره کولای چې باید پراختیا ومومي او بدیلې لارې یې باید جوړې شي.

د لویو لارو ترڅنګ باید د ولایتونو ترمنځ نښلوونکو لارو او کلیوالو لارو ته هم باید پاملرنه وشي، ځکه د کلیو لارې د هېواد په اقتصادي فعالیتونو کې مهمه ونډه لري، په ډېرو سیمو کې د سړک د خرابۍ له امله کرنیز محصولات او میوې په وخت بازار ته نه رسیږي چې د بزګرانو د زیانمنېدو لامل کیږي.