د ۱۴۰۲ل کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د ترسره شویو صادراتو ارزښت ته کتنه

لیکوال: فضل ولي شیراني

سریزه

افغانستان د خپل موقعیت له امله په سیمه کې یو مهم هېواد دی او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د پله حیثیت لري. دا هېواد د تاریخ په اوږدو کې د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د سوداګریزو کاروانونو مهم مسیر پاتې شوی دی او په دې برخه کې په دودیزه توګه د توکو د لېږد رالېږد اړوند اوږده مخینه لري.

په افغانستان کې څلورو لسیزو جګړو د دې هېواد د نورو برخو په څېر د سوداګرۍ برخه هم زیانمنه کړه، د افغانستان غوره صادراتي توکي، لکه غالۍ، ټغر، وچه مېوه، تازه مېوه ... له صادرېدو پاتې شول، چې له امله یې د دې هېواد اقتصادي وده هم په ټپه ودرېده.

 اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره هڅې پیل کړې، د دې هڅو په لړ کې سوداګري چې یوه مهمه برخه ده د اسلامي امارت له لوري ځانګړې پاملرنه ورته شوې او په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی. په دې موده کې د افغانستان صادرات زیات شوي، له صادراتو او وارداتو څخه د راټولېدونکو عوایدو په بهیر کې روڼتیا رامنځته شوه، سوداګرو ته د سوداګرۍ په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شوې، چې له امله یې د افغانستان د کمروزې سوداګرۍ د پرمختګ بهیر ګړندی شوی دی.

صادرات او پر اقتصاد یې اغېزې

په نننۍ نړۍ کې صادرات د هېوادونو اقتصادي پراختیا ماشین په حرکت راولي او څومره چې د یوه هېواد اقتصاد وده وکړي، په نړیواله کچه یې د سیالۍ ځواک زیات شي، په هماغه کچه به د نړیوالې سوداګرۍ زیاته برخه ځانته ځانګړې کړي. د نړۍ په ناخالص تولید کې د بهرنۍ سوداګرۍ ونډه ۳۲ سلنه ده. له دې څخه جوتیږي چې تر کومې کچې د نړۍ اقتصاد د سوداګرۍ او صادراتو په پراختیا او پرمختګ پورې تړلی دی.

صادرات د تقاضا یوه برخه ده، ځکه خو د صادراتو په زیاتوالي سره په ټوله کې تقاضا هم زیاتېږي او په پایله کې یې اقتصادي پرمختګ ته لاره هوارېږي. د دې تر څنګ د صادراتو ډېروالی د یوه هېواد د سوداګرۍ بېلانس برابر ساتي.

اسلامي امارت د صادراتو اهمیت ته په پاملرنې سره په دې برخه کې ګړندي ګامونه پورته کړي دي او پر دې توانېدلی دی، چې د تېرو کلونو په پرتله د صادراتو کچه لوړه کړي. افغانستان د خپلو ځینو صادراتي توکو له مخې په نړۍ کې شهرت لري، چې ښه بېلګه یې غالۍ دي. وچه مېوه د صادراتي توکو بله برخه ده چې افغانستان یې نړۍ ته صادروي.  ددې ترڅنګ یو شمېر نور افغاني تولیدات د افغانستان د مهمو صادراتي توکو په کتار کې راځي چې دمګړۍ د ګاونډیو هېوادونو ترڅنګ په چین، هندوستان، عربستان، تاجکستان، قزاقستان او ان په نړیوالو بازارونو کې ښه مارکیټ لري.

په ټوله کې صادرات د یو هېواد په اقتصادي پرمختګ کې غوښنه ونډه لري او په اقتصادي پرمختګ، د روزګار په کچه او د سوداګرۍ پر بیلانس مثبت اغېز لري. د دې له پاره چې یو هېواد د اقتصادي پرمختګ پړاو ته ننوځي، باید د سوداګرۍ په بیلانس کې یې صادرات له وارداتو زیات وي، ځکه ډېر صادرات د ډېرو بهرنیو اسعارو د ترلاسه کولو لامل ګرځي او د بهرنیو اسعارو زېرمې په نړیوالو بازارونو کې د یوه هېواد د پېر ځواک غښتلی کوي.

اسلامي امارت او د هېواد صادرات

په تېرو کلونو کې که  د افغانستان د صادراتو پرتلیزې شمېرې وڅېړو چې اسلامي امارت په خپل بهرني سوداګریز سیاست کې بریالی شوی، سیمه‌ییز باور یې پیاوړی شوی، خپلواکې او عادلانه سوداګریزې اړیکې یې جوړې کړې دي. دې هر څه ته په کتو سره داسې ښکاري چې د سوداګرۍ په برخه کې د شته تګلارې له مخې به د صادراتو ګراف په راتلونکو کلونو کې نور هم لوړ شي.

په ۱۳۹۹ل کال کې افغانستان د۶۲مېلیارده او ۱۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت صادرات درلودل. هندوستان، پاکستان، ایران، ازبکستان، قزاقستان متحده عربي امارات، ترکیې، سعودي عربستان، عراق، ایران، جرمني، ایټالیا، روسیه او تاجکستان هغه هېوادونه وو، چې په همدې کال کې افغاني توکي ورته صادر شوي دي. په صادرو شویو توکو کې هنجه، د هنجنې تخم، وچه او تازه میوه، زیره، کنجد، د سبزیو تخم، رومي بادنجان، غالۍ، ټغر، مرمرو ډبرې او کاشي لوښي شامل وو. خو په ۱۴۰۰ل کال کې د صادراتو کچه یو څه لوړه شوې ده او د صادراتو مجموعي اندازه ۶۸مېلیارده افغانیو ته رسېدلې ده. ددې کال په نیمايي کې اسلامي امارت د هېواد واګې په لاس کې واخیستې او د نړۍ له بندیزونو سره سره پر دې وتوانېد، چې د دې کال تر پایه د صادراتو کچه لوړه کړي. هنجه، د هنجې تخم، وچه او تازه میوه، د ډبرو سکاره، پنبه، زیره، پیاز، رومي بادنجان، زعفران، غالۍ او داسې نور هغه توکي وو چې په ۱۴۰۰ل کال کې افغانستان د نړۍ نورو هېوادونو ته صادر کړي دي. په ۱۴۰۰ ل کال کې د ټولو صادراتو له جملې څخه د ۶۴میلیارده او ۸۰ میلیونو افغانیو په ارزښت توکي هندوستان، پاکستان، چین، متحده عربي اماراتو، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، ترکیې، ایران، عراق، ترکمنستان، سعودي عربستان ته او پاتې ۳ میلیارده او ۹۲ مېلیونه افغانۍ صادرات د نړۍ نورو هېوادونو ترسره شوي دي.

د ۱۴۰۱ل کال د وري میاشتې له لومړۍ نېټې د کب میاشتې تر شلمې د افغانستان د صادراتو کچه ۱۵۲مېلیاردو افغانیو ته ورسېده. په دې کال کې له افغانستان څخه د صادرو شویو توکو ۹۷سلنه پاکستان، هندوستان، ازبکستان، تاجکستان، ایران، متحده عربي اماراتو، چین، ترکیې، قزاقستان، او ترکمنستان او پاتې ۳ سلنه توکي د نړۍ نورو هېوادونو ته صادر شوي دي. هغه توکي چې د ټولو صادراتو ۶۳ سلنه جوړوي، هغه د ډبرو سکاره، هنجه، پنبه، انګور، انار، رومي بانجان، ممیز، وچ انځیر، جلغوزي، زردالو او پاتې ۳۷ سلنه نور بېلابېل صادراتي توکي دي.

د ۱۴۰۲ل کال د وري میاشتې له لومړۍ نېټې د اسد میاشتې پورې د افغانستان د صادراتو کچه ۴۹ مېلیارده افغانیو ته رسیدلې ده. ددې کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له افغانستان څخه د صادرو شویو توکو ۵. ۹۶سلنه پاکستان، هندوستان، ازبکستان، تاجکستان، ایران، متحده عربي امارتو، چین، ترکیې، قزاقستان، عراق او پاتې ۵. ۳ سلنه توکي د نړۍ نورو هېوادونو ته صادر شوي دي. هغه توکي چې د ټولو صادراتو ۶۰ سلنه جوړوي، هغه د ډبرو سکاره، هنجه، پنبه، انګور، رومي بانجان، ممیز، زیره، زغفران، زردالو او پاتې ۴۰ سلنه نور بېلابېل صادراتي توکي دي.

په ټوله کې که پورتنیو شمېرو ته وګورو، نو د اسلامي امارت په بیا ځلي واکمنېدو سره د هېواد په صادراتو کې د پام‌وړ زیاتوالی راغلی دی. په ۱۴۰۱ل کال کې د صادراتو کچه د ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ کلونو په پرتله دوه برابره شوې ده. هڅه داده چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د صادراتو کچه د ۱۴۰۱ کال په پرتله نوره هم لوړه شي. د صادراتو په لوړېدو سره به د افغانستان اقتصاد پیاوړی شي.

پایله

هغه اهمیت ته په کتو سره چې اقتصاد په نړیوالو اړیکو او تحولاتو کې پیدا کړی دی، هېوادونه هڅه کوي، چې په خپلو کې سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي. دا مهال افغانستان هم پر دې وتوانید چې د سیمې او گاونډیو هېوادونو سره غوره سوداګریزې اړیکي ولري. دا چې  افغانستان ښه اقتصادي ظرفیت لري، کولای شي د گاونډيو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د رامنځته کېدو په برخه کې مهم رول تر سره کړي. اسلامي امارت دې ټکي ته پوره پاملرنه کړې ده. هڅه کوي چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې لري. د ۱۴۰۱لمریز کال د دوه میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات ددې ادعا ښه ثبوت دی. اسلامي امارت د سوداګرۍ د پراختیا له پاره چې صادرات یې برخه ده، ځینې کارونه ترسره کړي دي چې ښه مثال یې د لویو او ترانزیټي لارو رغونه ده. تر کومه ځایه چې تر سترګو کېږي اسلامي امارت ټولو هغو بنسټیزو کارونو ته مخه کړې ده چې کولای شي، د افغانستان اقتصاد پیاوړی او افغانان د نورو له احتیاجه خلاص کړي. افغانستان د یوه خپلواک هېواد تر څنګ د درېیمې نړۍ د هېوادونو له نوملړ څخه راوباسي او د پرمختللو هېوادونو په کتار کې یې ودروي.