کابل کې د څښاک اوبو ستونزه؛ نږدې راتلونکي کې به د پنجشیر سیند اوبه کابل ته انتقال شي
لیکوال: امانالله حنیفي
اقلیمي بدلونونه له ډېره وخته د نړۍ مختلف هېوادونه ځپي. په ځینو هېوادونو کې بې موسمه بارانونه اوري چې له امله یې خونړي سیلابونه راوځي او په پایله کې یې هر کال یوشمېر ښارونه تر اوبو لاندې کېږي، کرنیزې ځمکې له منځه وړي او پردې سربېره د زرګونو انسانانو ژوند هم اخلي. په ځینو هېوادونو کې بیا پرله پسې وچکالۍ دي چې له امله یې د یادو هېوادونو زراعت او کرکېله سخت ځپل شوې او پر دې سربېره تر ځمکه لاندې د څښاک اوبو کچه هم په بې ساري ډول ښکته شوې، چې په ځانګړي ډول یې د ګڼ نفوسه ښارونو وګړي له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی چې له اقلیمي بدلونونوڅخه ډېر اغېزمن شوی. څو پرله پسې کلونه کېږي په افغانستان کې شدیده وچکالي ده. دې وچکالۍ زراعت او کرکیلې ته سخت زیان رسولی او آن په ځینو ولایتونو کې یوشمېر هېوادوال د وچکالۍ له امله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي. خو د وچکالۍ دغه شدید تاثیرات تر لرې پرتو سیمو بیا په ښارونو کې ډېر محسوسېږي. اوسمهال په ډېریو لویو ښارونو کې د څښاک اوبو ته لاسرسی سخت شوی، د څښاک اوبو تر نیمايي زیاتې کیندل شوې څاګانې وچې شوې دي او یا یې هم د اوبو سطحه ډېره ټیټه شوې ده.
دغه ستونزه تر نورو ښارونو په کابل کې ډېره جدي ده او داسې اټکل کېږي، که چېرې حکومت د دغه ستونزې د حل لپاره لاس پکار نشي، لرې نه ده چې کابل ښاریان به له یوې لویې فاجعې سره مخ شي. په دې وروستیو څو کلونو کې په کابل ښار کې د تر ځمکه لاندې اوبو کچه د رسمي او نارسمي سرچینو له مخې له ۱۰-۲۰-۲۵ مترو پورې ښکته شوې ده. په کابل ښار کې د اوبو سطحې ټیټېدو عمده لامل وچکالي، تر ځمکه د لاندې اوبو نه تغذیه کېدل، د اوبو په مصرف کې بې پروايي او د نفوس ګڼ والی بلل شوي؛ خو تر ټولو بارزه نقطه یې بیا وچکالي ده.
د تېرو شلو کلونو پر مهال د کابل ښار نفوس د تصور خلاف څو برابره زیات شو، د احصایې ملي ادارې د رسمي شمېرو له مخې، اوسمهال کابل ښار کې شاوخوا شپږ میلیونه خلک اوسېږي، چې دا د کابل ښار جغرافیې، د اوسېدو او کرنې وړ ځمکې او د ځمکې پر سر او تر ځمکه لاندې اوبو سرچینو ته په کتو ډېر زیات دی. د تېرو کلونو پر مهال په غیر قانوني ډول او د ښاري پلان خلاف خلکو د هستوګنیزو کورونو جوړولو، د لویو سوداګریزو مرکزونو ابادولو او په یو ناسنجول شوي ډول آبادۍ ته مخه کړه. کابل ښاریانو د خپلو کورونو حویلۍ یا سیمنټ کړې او یا یې هم کاشي پرې لګولې چې دې چارې ځمکې ته د باران او واورې اوبو د جذبېدو مخه نیولې. دغه اوبه لومړی د ویالو له لارې کابل سیند ته لوېږي او بیا همداسې آن له هېواده بهر وځي. همدارنګه هستوګنیزو سیمو ته نږدې کرنیز فارمونه جوړ شوي. دغه تولیدي فابریکې او کرنیز فارمونه له اندازې زیاتې اوبه مصرفوي او هغه هم له ځمکې لاندې اوبو استفاده کوي. پر دې سربېره کابل ښاریان د اوبو په مصرف کې هېڅ ډول احتیاط نه کوي، دوی په ورځني ډول له خپلې اړتیا څو برابره زیاتې اوبه مصرفوي. دا او دېته ورته ځینې نورې ستونزې د دې سبب شوې چې په کابل ښار کې د اوبو ستونزه جدي او خلک له ستونزو سره مخ کړي.
اوسمهال په کابل ښار کې شاوخوا ۸۰ د څښاک اوبو رسونې خصوصي شرکتونه فعالیت کوي، چې نږدې ۶۰۰ زرو کسانو ته د څښاک اوبه رسوي. د شمېرو له مخې، ۴.۵ میلیونه خلک په کابل ښار کې د اوبو رسونې خدماتو ته لاسرسی نه لري او یوازې یو نیم میلیون ښاریانو ته دغه خدمات وړاندې کېږي.
اسلامي امارت واک ته له رسېدو سره سم دې ستونزې ته پاملرنه وکړه او په همدې موخه د کابینې یا وزیرانو شورا د ریاستالوزراء اداري مرستیال محترم عبدالسلام حنفي په مشرۍ؛ له مالیې، اوبو او انرژۍ، کور او ښار جوړولو، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د کلیو پراختیا او اقتصاد وزارتونو او همدارنګه د چاپېریال ساتنې ملي اداري د معین په ګډون د تخنیکي او مسلکي ټیم په ملتیا جوړ شوی هیئت مؤظف کړ څو کابل ته د پنجشیر سیند اوبو د انتقال پروژې د تطبیقي وخت، ټولیز لګښت، د دغه پروژې د اوبو انتقال ظرفیت او د کابل ښاریانو د څښاک اوبو ستونزې په هر اړخیز ډول و ارزوي.
دغه مؤظف شوي هیئت سمدستي په خپل کار پيل وکړ او د دې پروژې ټول مشخصات یې په دقیق ډول واخیستل. څو ورځې وړاندې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د یو خبري کنفرانس پر مهال وویل، چې کابل ته د پنجشیر سیند د څښاک اوبو د انتقال پروژې ډیزاین بشپړ شوی او په نږدې راتلونکي کې به یې عملي چارې پيل شي. د ښاغلي منصور په خبره، پر دغه پروژه سلګونه میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د افغاني انجنیرانو له لوري به د ۳ کلونو په موده کې بشپړه شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د مسوولینو په خبره، کابل ته د پنجشیر سیند د اوبو د انتقال پروژه له نن ۱۲ کاله وړاندې طرحه او وړاندیز شوې وه، چې د آسیا پرمختیايي بانک له لوري یې مالي ملاتړ کېده. خو اوسمهال د دغه پروژې په ګډون ډېری زیربنايي پروژې د بهرنیو ډونرانو له لوري نه تمویلېږي. د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور وايي، کابل ته د پنجشیر سیند د اوبو د انتقال پروژې د تطبیق لپاره په کور دننه منابع لټول شوي او ټول مالي ملاتړ یې د افغانستان اسلامي امارت له لوري کېږي.
ټاکل شوې چې د دغه پروژې په واسطه به په کلني ډول له پنجشیر سیند څخه سل میلیون متر مکعب اوبه کابل ښار ته انتقال شي او له دغو اوبو به د کابل ښار په یوولسمه، اتلسمه، پنځلسمه، نولسمه او یوویشتمه ناحیو کې شاوخوا خلکو د څښاک لپاره استفاده وکړي.
پردې سربېره اسلامي امارت په پلان کې لري چې د کابل ښار دننه د معدني اوبو تولیدوونکي فابریکې او همدا راز کرنیز فارمونه له کابل ښار د باندې د ځمکې سطحي اوبو سرچینو ته نږدې انتقال کړي. په همدې موخه د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون له لوري یادو فابریکو او شرکتونو ته یو کال وخت ورکړل شوی، چې په دغه موده کې خپل فعالیتونه له کابل ښار د باندې انتقال کړي.
د یادو ګامونو په اخیستو سره به له شک پرته چې د کابل ښار د اوبو ستونزه تر یوه بریده حل او د کابل ښاریانو ژوند به وژغورل شي.