د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا ۴میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۸ بېلابېلې پروژې منظورې شوې

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۱۵:۲۶
5U2A3556

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو پروژو په اړه بحث وشو.  د ملي تدارکاتو کمېسیون یادې غونډې ته ۲۸ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې چې له جملې یې د ۱۸ پروژو قراردادونه منظور او د ۵ پروژو د قراردادونو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو دغه قراردادونه په هراړخیز ډول وڅېړي او د نهايي تصمیم نیونې په موخه یې د ملي تدارکاتو کمېسیون راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي. همدارنګه د ۵ نورو پروژو په اړه ملي تدارکاتو ریاست ته دنده وسپارل شوه څو یاد قراردادونه په هراړخیز ډول و ارزوي او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي. منظور شوې پروژې د ملي دفاع، کورنیو چارو، مالیې، ټولګټو، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ اړوند دي، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا (۴) میلیارده افغانیو ته رسېږي. په یادو منظور شوو پروژو کې د چک وردګ بند د پاتې چارو بشپړولو، له ارغندۍ تر غزني پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا د لین غځولو پاتې چارو بشپړولو، د هرات او تور غونډۍ د نورالجهاد د ۲۲۰ کیلوولټ لین د انسولټرونو چمتو کولو، د زابل ولایت له شهر صفا ولسوالۍ تر مانجې پورې د غځېدلي سړک اساسي بیارغونه، د کابل – لوګر سړک د دوهم لین د پاتې چارو بشپړولو، هېوادوالو ته د باکیفیته او چټکو انټرنيټي خدمتونو وړاندې کول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي، چې په پلې کېدو سره به یې زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۵۴
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان په ۳۰ مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په شپږو ولایتونو ( ارزګان، دایکندي،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۵۴
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان په ۳۰ مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په شپږو ولایتونو ( ارزګان، دایکندي،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۳۰
Background image

عزیزي انرژۍ شرکت د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره ټول تخنیکي وسایل پېرلي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۳۰مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د هېواد له ملي سوداګر او پانګوال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS