د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د جلال آباد له ۱۰۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۷ - ۱۶:۲۷
5U2A7513

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د روان لمریز کال د جدې میاشتې په ۲۷مه نېټه په جلال آباد ښار کې د ۱۰۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه. محترم ملا صاحب له یاد روغتون څخه د لیدنې پرمهال وویل، چې اړوند ادارو ته به د دغه روغتون د پاتې چارو بشپړولو لارښوونه وکړي، څو یې پاتې کارونه په وخت تکمیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار ۱۰۰۰ بستریز روغتون ۷۰ سلنه چارې ترسره شوې او د پاتې هغو په بشپړېدو سره به یې د ختیځ زون ولسونو روغتیایي ستونزې تر ډېره بریده حل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS