ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۱ میلیارده افغانیو په ارزښت مختلفې پروژې منظورې کړې

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۱۶:۹
5U2A1299

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ؛ ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۱ میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۴ پروژو قراردادونه منظور کړل. د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتې غونډې ته چې د روان لمریز کال د وري میاشتې په ۱۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۲۹ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۲۴پروژو قراردادونه منظور، د څلورو لغوه او د یوې پروژې د قرارداد په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې په هراړخیز ډول یې وڅېړي او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي. په منظور شوو پروژو کې د کابل – کندهار لویې لارې د اساسي بیارغونې د پاتې چارو بشپړول، د کنړ – نورستان سړک د تخریب شوو ساحو بیارغونه، په مختلفو ولایتونو کې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند پروژې، د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او جزوتامونو لپاره د هغوی د اړتیا وړ توکو برابرول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي، چې په پلې کېدو سره به یې سلګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۳:۵۳
Background image

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې له لوري یوشمېر موضوعات د تایید وړ وبلل شول

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د جدۍ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو موضوعاتو په اړه بحث وشو. دې غونډې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۱:۲۶
Background image

د شاوخوا ۱۴۵ میلیون ډالرو په پانګونې سره د لوګر سیمنټو تولیدي کارخونې تړون لاسلیک شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د جدې میاشتې په څلورمه نېټه د کانونو او پټرولیم وزارت او خصوصي شرکت ترمنځ د لوګر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۱:۳۴
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره او لاندې پرېکړې په‌کې وشوې

پرېکړه:

د چارو ادارې لوی ریاست د سرپرست شیخ نورالحق انور په مشري، د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو، ارشاد، حج او اوقافو، د اطلاعاتو او فرهنګ، لوړو زده کړو او پوهنې. . .

BACK TO NEWS