د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د شاوخوا یو میلیارد افغانیو په ارزښت د کابل ښاروالۍ درې مهمې پروژې پرانیستل شوې

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۵:۵۰
5U2A2099

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په اتمه نېټه د خیرخانې کوتل سړک دوهم لاټ، له شهید څلورلارې تر قصبې پورې د غځېدلي سړک لومړۍ برخه او د هوايي ډګر له څلورلارې بیا تر ګمرک پورې د غځیدلي سړک جوړولو پروژې پرانیستل شوې. محترم ملا صاحب د یادو پروژو د پرانیستو مراسمو ته وویل؛ کابل ښاروالي د ښار د ښکلا او منظموالي په موخه ډېرې هڅې کوي چې د پخوا په پرتله د ښار بڼه منظمه شوې، موږ یې ټولې ترسره شوې هڅې ستایو او پر هېوادوالو غږ کوو چې د عام‌المنفعه پروژو په ساتلو کې له حکومت سره همکاري وکړي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د کابل ښاروالۍ مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، څو یادې پروژې په ټاکلي وخت او ښه کیفیت سره بشپړې کړي. د خیرخانې کوتل سړک دوهم لاټ ۲۵۲۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره پلنوالی لري چې چارې به یې د ۳۶۴ میلیون افغانیو په لګښت سره په ۲۰ میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. له شهید څلورلارې تر قصبې پورې د غځېدلي سړک د لومړۍ برخې پروژه ۱۸۹۰ متره اوږدوالی او ۴۵ متره پلنوالی لري، چې ټولټال پرې ۱۷۵ میلیونه افغانۍ لګښت او په یو کال کې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي. د هوايي ډګر له څلورلارې بیا تر ګمرک پورې د غځیدلي سړک پروژه ۲۷۹۴ متره اوږدوالی او ۶۰ متره پلنوالی لري، چې ۴۰۷ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او ټاکل شوې چې په ۲۰ میاشتو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. دغه پروژې ویالې، پلې لارې، ګلدانونه، برېښنا، تمځایونه، د سړک د سر خط کول، د ترافیکي نښو نصبول او د یوه معیاري سړک نورې برخې هم لري، چې مالي لګښت یې د کابل ښاروالۍ له لوري ورکول کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۹:۳۲
Background image

اقتصادي کمېسیون د دوه میلیارده او ۲۷۴ میلیون افغانیو په ارزښت د پانګونې لس طرحې تایید کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون نوبتي غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په څلورمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۸:۵۳
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په درېیمه نېټه

 د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې ۳۵ پروژې د منظورۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۱:۴۹
Background image

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د دلتا انټرنشنل کمپنۍ له اجرائیوي رئیس سره وکتل

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان کال د عقرب میاشتې په دوهمه نیټه، د سعودي عربستان «دلتا انټرنشنل» کمپنۍ له اجرائیوي رئیس شاهر التقي سره په داسې حال. . .

BACK TO NEWS