محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د پاشدان بند د پاتې چارو د پيل پرانیسته وکړه

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۵:۵۷
WhatsApp Image 2024-04-29 at 01.29.48_b188c6a4

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په نهمه نېټه په هرات ولایت کې د پاشدان بند د پاتې چارو د پيل پرانیسته وکړه. په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور، د هرات والي شیخ نور احمد اسلام‌جار، د دغه ولایت علماء کرامو، ملي سوداګرو، پانګوالو او یوشمېر امارتي مسوولینو هم حضور درلود. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د تېرو دوو لسیزو پر مهال د هېواد اشغال، جګړې، سیاسي او اقتصادي بې ثباتي او د اقلیمي بدلون له امله اوښتي زیانونه هغه لاملونه یاد کړل، چې له امله یې افغانستان له ډېرو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ کړی. محترم ملا صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت د هېواد د خودکفايۍ، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره د نورو برخو تر څنګ د طبیعي سرچینو د مدیریت لپاره قوي هوډ او د عمل نیت لري، چې په خبره یې، په دغه برخه کې یې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې ښه زمینه برابره کړې ده. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، اسلامي امارت د هېواد په کچه د ټولو هغو بندونو ارزونه ترسره کړې چې کارونه یې نیمګړي پاتې وو. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د یادو بندونو د پاتې چارو بشپړولو لپاره جامع کاري پلانونه جوړ شوي چې له مخې یې د ډېرو بندونو عملي چارې پیل شوې دي. د دغو بندونو له جملې یې یو هم د پاشدان بند دی، چې نن یې عملاً کار پيل شو. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د پاشدان بند پروژه د هرات ولایت لپاره مهمه او حیاتي وبلله او د هرات ولسونو ته یې ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت په ټول توان د یادې پروژې بشپړولو ته ژمن دی او هڅه کوي چې په وخت او ښه کیفیت سره یې کارونه تکمیل کړي. محترم ملا صاحب د هېواد د آزادۍ لپاره د هرات ولسونو د قربانیو قدردانی وکړ او وویل، چې اسلامي امارت به ټولې هغه پروژې پيل کړي، چې د دوی اقتصادي ستونزې پرې حل کېدای شي. د پاشدان بند پروژې په بشپړېدو سره به زرګونو هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي، شاوخوا ۵۴ میلیونه مترمکعب اوبه به ذخیره، ۱۳ زره هکټاره ځمکه به خړوبه او دوه مېګاواټه برېښنا به تولید کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS