محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات ولایت کې د درېیو مهمو فابریکو پرانیسته وکړه

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۷:۲
WhatsApp Image 2024-04-29 at 01.56.22_85140905

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په نهمه نېټه په هرات ولایت کې د ایتوک فارما او افغان میډسن د درملو جوړولو فابریکو او همدارنګه د شمس کولا غیر الکولي مشرباتو تولیدي فابریکې پرانیسته وکړه. د یادو فابریکو د پرانیستو مراسمو کې د هرات والي شیخ نور احمد اسلام‌جار، د ۲۰۷ الفاروق قول اردو قومندان مولوي نصر الله مطیع، د یاد ولایت سوداګرو، پانګوالو او د روغتیا برخې متخصصینو هم حضور درلود. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د صنعت د پرمختګ په برخه کې د یادو فابریکو پر فعالیت پيل مهم او اساسي ګام یاد کړ او زیاته یې کړه، د هر هېواد اقتصادي وده له صنعتي فعالیتونو سرچینه اخلي، چې له نېکه‌مرغه د اسلامي امارت په راتګ سره افغانستان د صنعتي کېدو په لور خپل مزل پيل کړی دی. د محترم ملا صاحب په خبره، اوسمهال افغانستان په یوشمېر سکټورونو کې خودکفایۍ ته رسېدلی او دا دې اقتصادي ثبات پر لور مهم ګام دی.  محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د یادو فابریکو د پرانیستې پر مهال ملي سوداګر او پانګوال په هېواد کې پانګونې ته وهڅول او له هغوی یې وغوښتل چې خپل تولیدات د شته معیارونو په نظر کې نیولو سره بازار ته وړاندې کړي او له بې کیفیته تولید څخه ډډه وکړي، ځکه اسلامي امارت ته کیفیت او معیار لومړیتوب لري. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د خصوصي سکټور ملاتړ ته په اشارې سره وویل، اسلامي امارت ټولې امارتي ادارې مکلفې ګرځولې څو د خریداریو پر مهال کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي او همدارنګه یې پر لسګونو هغو وارداتي توکو ګمرکي تعرفه هم زیاته کړې، چې هغه په کور دننه تولیدیږي.  محترم ملا صاحب هېوادوالو ته د باکیفیته درملو د وړاندې کولو په برخه کې د ایتوک فارما او افغان میډسن تولیدي فابریکو فعالیت یاد کړ او زياته یې کړه، چې په دې سره به تر ډېره د هرات ولسونو د درملو ستونزې حل شي.  ایتوک فارما د درملو تولیدي فابریکه کې ۱۰ میلیون ډالره پانګونه شوې، چې په لومړي سر کې ۵۰ قلمه بېلابېل درمل تولیدوي. افغان میډسن د درملو تولیدي فابریکه کې بیا ۱۶ میلیون ډالر پانګونه شوې، چې لسګونه قلمه مختلف درمل تولیدوي.  شمس کولا د غیر الکولي مشروباتو تولیدي فابریکه کې هم په میلیونونو ډالر پانګونه شوې، چې مختلف تولیدات لري. د یادونې وړ ده چې په یادو فابریکو کې زرګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

BACK TO NEWS