په مختلفو برخو کې د خصوصي سکټور له لوري د پانګونې وړاندې شوو طرحو په اړه بحث وشو

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۵ - ۱۳:۳۹
photo_٢٠٢٣-١١-١٦

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې څلورمه نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د کورنیو او بهرنیو پانګونې شرکتونو له لوري د وړاندې شوو پانګونو طرحو په اړه هراړخیز بحث وشو. دغې ناستې ته د کابل ښار په کوټه سنګي سیمه کې د ملت سوداګریز مارکېټ د جوړولو، د هېواد په بندرونو کې د سکنر ماشینونو د نصب، د کابل ښاروالۍ د جامدو کثافاتو د تصفیې لپاره د معیاري فابریکې جوړولو، د جواز سیر او لایسنس الکترونیکي چاپ او همدارنګه د کابل ولایت د پلچرخي سیمه کې د ټولګېټ دروازو جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې وې، چې تر هراړخیر بحث وروسته د هرې طرحې د تخنیکي او اقتصادي ارزونې لپاره جلا جلا کمېټې وټاکل شوې. یادو کمېټو ته سپارښتنه وشوه چې په ټاکلي وخت خپل راپورونه د بین‌الوزارتي کمېټې راتلونکو غونډو ته راوړي، څو یې په اړه نهايي تصمیم ونیول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د خصوصي سکتور له لوري د فاسفیټ، مس او جستو د اکتشاف، کیندنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن (سه‌شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۶مه نېټه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه. . .

BACK TO NEWS