د نوي کېدو وړ انرژۍ د ملاتړ صندوق رامنځته کولو پر طرحه بحث وشو

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۷:۴۹
WhatsApp Image 2024-05-15 at 06.24.28_9ab94c03

د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د نوي کېدو وړ انرژۍ د ملاتړ صندوق رامنځته کولو پر طرحه او یوشمېر نورو موضوعاتو بحث وشو. په غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته د اوبو او انرژۍ وزارت استازو ته دنده وسپارل شوه، څو د نوي کېدو وړ انرژۍ د ملاتړ صندوق رامنځته کولو طرحه د بیاکتنې په موخه د مالیې، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د امارتي شرکتونو د رهبرۍ پلاوي اړوند د افغانستان برېښنا شرکت او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره شریکه کړي. یاد وزارتونه او اړوندې ادارې دې د تمویل بدیلې لارې ولټوي او اصلاح شوې طرحه دې اقتصادي کمېسیون ته د تاییدۍ لپاره وړاندې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۳۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په غونډه کې د بهرنیو تمویلوونکو له لوري د تمویلېدونکو نیمګړو پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته په خوست ولایت کې د ورزشي او تفریحي کمپلېکس او د سمنګان ولایت په. . .

BACK TO NEWS