محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د پلخمري ښار اړوند کرکر سیمې سیلاب‌ځپلو سره له نږدې وکتل

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۱۳:۱۰
WhatsApp Image 2024-05-15 at 06.26.33_ef722b60

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې نن سه‌شنبه د ثور میاشتې په ۲۵مه نېټه د پلخمري ښار اړوند کرکر سیلاب‌ځپلې سیمې ته  سفر وکړ او هلته یې سیلاب‌ځپلي هېوادوال او هغوی ته اوښتي زیانونه له نږدې وکتل. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال یادې سیمې ته له رسېدو وروسته لومړی د شهیدانو روح ته دعا وکړه، زیانمن شوو هېوادوالو ته یې تسلیت وړاندې کړ او ځان یې د هغوی په غم کې شریک وباله. محترم ملا صاحب یادې سیمې ته له ځان سره لسګونه ټنه خوراکي توکي، درمل او البسه لېږدولي او پر دې سربېره یې له زیانمنو شویو هېوادوالو سره نقدي مرسته هم وکړه.  د کرکر سیمې علماوو، سپین ږیرو او متضرر شوو هېوادوالو د زړه له تله له اسلامي امارت مننه وکړه، چې دوی یې په سخت حالت کې یاد کړل او د غمرازۍ په موخه یې مشرانو دغه سیمې ته سفر وکړ. د سیمې خلکو اسلامي امارت د ځان او ولس نظام وباله او ویې ویل چې د غم په دې حالت کې یې دوی یوازې پرېنښودل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۸
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډه ته په کابل ولایت کې د کلولې پشتې پر غونډۍ د پانګونې طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه. په غونډه کې د کلولې پشتې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۸:۴۲
Background image

د سوالګرو راټولولو او سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون غونډه جوړه شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سوالګرو راټولولو او سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۹:۳۳
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۱ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

BACK TO NEWS