محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران د ولسمشر د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته روان شو

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۱۳:۳۷
5U2A9320

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د غبرګولي میاشتې په دوهمه نېټه د ایران د وفات شوي ولسمشر ابراهیم رییسي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره د ایران پلازمېنې تهران ته روان شو. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال به د ایران پلازمېنه تهران کې د دغه هېواد د وفات شوي ولسمشر ابراهیم رییسي د جنازې په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ د دغه هېواد حکومتي مسوولینو، د مرحوم کورنۍ او د ایران ولس ته د اسلامي امارت او د افغانستان د خلکو په استازیتوب د تسلیت مراتب وړاندې کړي. د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي صاحب ملتیا کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۵۴
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان په ۳۰ مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په شپږو ولایتونو ( ارزګان، دایکندي،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۵۴
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان په ۳۰ مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په شپږو ولایتونو ( ارزګان، دایکندي،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۳۰
Background image

عزیزي انرژۍ شرکت د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره ټول تخنیکي وسایل پېرلي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۳۰مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د هېواد له ملي سوداګر او پانګوال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS