محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل ولایت د ارغندۍ سب‌سټېشن د پاتې چارو د پيل پرانیسته وکړه

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۷ - ۱۲:۴۹
WhatsApp Image 2024-06-27 at 12.29.56_b623a920

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په اوومه نېټه د ارغندۍ سب‌ سټېشن د پاتې چارو د پیل پرانیسته وشوه. په هغو مراسمو کې چې له همدې امله د کابل په ارغندۍ سیمه کې جوړ شوي وو، د اسلامي امارت مسوولینو، د خصوصي سکټور استازو او د سیمې یوشمیر اوسېدونکو هم ګډون کړی و.  د یادونې وړ ده، چې دا سب سټېشن د بغلان له خواجه الوان دښتې څخه د کابل تر ارغندۍ سیمې پورې د ترکمنستان برېښنا د لېږد له پاره جوړېږي، چې لګښت یې اته میلیونه او شپږ سوه زره ډالره اټکل شوی دی. د پروژې کارونه به د شاوخوا دوه کلونو په جریان کې بشپړ شي، چې د کابل په ګډون به د غزني، پکتیا، خوست او ننګرهار ولایتونو شاوخوا څلور سوه زره کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي. دغه راز د برېښنا د کمښت ستونزه به تر یوه بریده راکمه او ورسره به د صنعت په برخه کې پرمختګ رامنځته شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې د سرپل ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۱۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۸:۵۵
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

BACK TO NEWS