د آمو سیند حوزې مدیریت او هېواد ته یې ګټې
لیکوال: عبدالله ایمل
افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې راځي، چې له نورو هېوادونو سره ګډې اوبه لري او د نړۍ له ۲۶۳ فرامرزي يا له نورو هېوادونو سره د ګډو سيندونو څلور هغه يې په افغانستان کې دي. او افغانستان له ۵ ګاونډیو له جملې له څلورو سره یې د اوبو له پلوه اشتراکات سره لري له تاجکستان سره د آمو دریا حوزې پر مټ، چې بیا وروسته دغه اوبه ازبیکستان او ترکمنستان ته هم ځي. له ترکمنستان او ایران سره د هریرود-مرغاب حوزې پر مټ، له ایران سره د هلمند سیند حوزې او له پاکستان سره د کابل سیند د حوزې پر مټ نښتی دی. افغانستان د سيمې په داسې نقطه کې پروت دی، چې د ګډو اوبو د حوزو کابو ټولې سرچينې هم په هېواد کې دننه دي او وروسته ګاونډيو هېوادونو ته بهېږي.
د افغانستان د اوبو مدیریت
اوبه د هېواد په پرمختګ او په انساني ژوند کې خورا مهم رول لوبوي او افغانستان د نړۍ د هغه هېوادونو له جملې څخه دی چې په پرېمانه اندازه سره اوبه لري. د اسلامي امارت په راتګ سره د هېوادوالو هیلې را پیدا شوي دي، چې اسلامي امارت به د اوبو د ښه مدیریت او دوامداره پرمختګ لپاره ګامونه اوچت کړي او په دې برخه کې حکومت هم ډاډ څرګند کړی چې د اوبو د مدیریت په برخه کې به هڅه کوي.که څه هم په افغانستان کې له اوبو څخه د برېښنا د وړتیاوو په اړه کومه دقيقه څېړنه نشته، خو بیا هم په مجموعي ډول د انرژۍ کارپوهان پر دې موافق دي، چې په افغانستان کې له اوبو څخه تقریباً ۲۳ زره مېګاواټو د برېښنا توليدولو وړتیاوې شته دي او د دې ترڅنګ د اوبو د مدیریت سره به وکولای شو، چې له ۱۵میلیون جریبه زیاتې شاړې ځمکې خړوبې کړو، چې له دې سره به له یوې خوا هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا به د کرنیزو توکو له اړخه خودکفاء کېدو ته یو څو قدمه ورنېږدې شو.
د آمو سيند حوزه
آمو سيند د پامير له غرونو سرچينه اخلي او شاوخوا ۲۲۷۸۰۰ کيلومتره مربع سيمه تر پوښښ لاندې لري. دا سيند دوې مهمې شاخې لري، شمالي هغه يې د پامير سيند دی او سوېلي شاخه يې واخان سيند دی، چې له چقمقتين جهيل څخه سرچينه اخلي. دا دواړه سيندونه له یو ځای کېدو وروسته د پنج په نوم سيند جوړوي او تر علي خانوم پورې غځېږي. له کوکچې سيند سره له يو ځای کېدو وروسته آمو سيند جوړوي، آمو حوزه د مساحت، کلنيو اوبو اوسط اندازه، په دې حوزه کې مېشت نفوس او په کرنيز سکتور کې يې د ونډې له پلوه د افغانستان له پنځو سترو اوبيزو حوزو شمېرل کېږي. دغې حوزې په افغانستان کې د اوبو د ټولو حوزو ۱۴ سلنه سيمه نیولې ده. همدا راز د افغانستان ۱۴ سلنه نفوس تر دې حوزې لاندې راځي او په هېواد کې د ټولې کرنيزې ځمکې ۲۳ سلنه يې له دې حوزې خړوبېږي. د دغې حوزې د اوبو کلنۍ کچه ۲۲میليارد متر مکعب تخمين شوې ده.
د تخمينونو له مخې، د پنج-آمو سيند حوزې په دښتو کې د ورښتونو کلنۍ کچه ۳۳۶ملي متره ده، په افغانستان کې د آمو حوزې د اوبو اخيستلو سيمه ۹۰۶۹۳ کيلومتره مربع ده، چې د ټولې حوزې ۲۷ سلنه اوبه ترې ترلاسه کېږي او له تاجکستان وروسته دوهم هېواد دی چې دغې حوزې ته ډېرې اوبه ورکوي.
د دې سیند ټول اوږدوالی ۲۵۴۰ کيلومترو ته رسېږي. ۱۲۵۰ کيلومتره يې له تاجکستان، ازبیکستان او ترکمنستان سره د افغانستان په پوله کې بهېږي او په ارال بحيره کې پای ته رسېږي. په اوسط ډول يې هر کال ۵.۱ میليارد متر مکعب اوبه ازبیکستان ته بهېږي، ۴۹.۶ میليارد متر مکعب اوبه يې تاجکستان ته او ۱.۵میليارد متر مکعب اوبه يې هم ترکمنستان ته بهېږي. کافرنهان، وخش او نور سيندونه يې مهم مرستيالان بلل کېږي؛ خو د افغانستان په خاوره کې دننه يې پنج، کندز او کوکچه مهم مرستيالان سيندونه دي.
د قوشتېپې کانال
د قوشتېپې کانال ۲۸۵ کیلو مټره اوږدوالی لري، چې د بلخ ولایت له کلدار ولسوالۍ پیليږي د دولت اباد ولسوالۍ په امتداد د جوزجان آقچې ولسوالۍ ته ځان رسوي او د فاریاب تر اندخوی ولسوالۍ پورې غځیږي یاد کانال ۱۰۰ متره پلنوالی او ۸.۵ متره ژوروالی لري د یاد کانال عملي چارې روانې دي چې له پلان سره سم به پای ته ورسیږي. د یاد کانال په جوړېدو سره به شاوخوا ۳ میلیون جریبه ځمکه خړوبه شي چې د هېواد د کرنې وړ ځمکې شاوخوا ۳۳ سلنه جوړوي.