په صنعت کې د نندارتونونو ارزښت ته کتنه
لیکوال: قیس احمد
سریزه
تبلیغات چې پخوا دومره اهمیت نه ورکول کېده، نن ورځ د اقتصاد او صنعت په نړۍ کې یوه تر ټولو مهمه اړتیا شمېرل کېږي او هېڅ بدیل نه لري. تبلیغات د صنعتي پراختیا لپاره د یو مهم فکټور په توګه مهم رول لوبوي او ډېرې ښې پایلې لري.
نننۍ پرمختللې ټکنالوژۍ او د اړیکو ټینګولو بې شمېره فرصتونو د تبلیغاتو مؤثریت څو برابره زیات کړی دی. د پرمختللې ټکنالوژۍ او چټکو انټرنیټي خدمتونو پر مټ په ډېر کم وخت کې د یو مشخص ځای او جنس پوره معلومات د نړۍ له یو سر بل هغه ته رسېدلی شي، چې په هماغه وخت کې مشتري پيدا کوي. هر کسب و کار خپل ځانګړی تبلیغاتي ډګر لري، چې د صنعت د پرمختګ او ودې لپاره بیا نندارتون د تبلیغاتي میدان مخکښ بلل کېږي.
په نننۍ نړۍ کې د هغو هېوادونو صنعت چټک پرمختګ کړی، چې د خپلو تولیداتو لپاره په کور دننه او بهر کې د نندارتونونو له لارې تبلیغات کوي. د افغانستان اسلامي امارت هم د کورني صنعت د پرمختګ او صادراتو زیاتوالي په موخه په هېواد کې دننه او بهر د نندارتونونو جوړولو لړۍ پيل کړې، چې تر ډېره یې پایله ښه ده. موږ په دغه مقاله کې په همدې اړه لنډې خبرې کوو.
د نندارتون جوړولو ارزښت
د کورنیو او بهرنیو نندارتونونو جوړولو تر ټولو مهم او اساسي هدف د صنعت پراختیا او د زیات مشتري راجلبول دي. د نندارتونونو د اغېز درک کولو او د صنعت په پراختیا کې د هغه د رول پېژندلو لپاره کولای شو د بېلګې په ډول چین او جرمني هېوادونو ته نظر وکړو. چین، جرمني او تر څنګ یې امریکا د نړۍ مهم او لوی سوداګریز مرکزونه په خپل کنټرول کې لري، داسې چې د نړۍ په کچه په صادراتو کې د دوی ونډه تر ۳۰ سلنه زیاته اټکل کېږي. په کور دننه او بهر کې د نندارتونونو جوړولو له لارې یادو هېوادونو د خپلو صنعتي توکو د پېر او وارداتو لپاره زمینه برابره کړې او دې چارې یې د صنعت پر پراختیا خورا مثبت اغېز کړی.
د نړۍ له کسب او کار لرونکو خلکو سره د سوداګریزو اړیکو ټینګولو یوه تر ټولو پېژندل شوې او مؤثره لار په کور دننه او بهر کې د صنعتي نندارتونونو جوړول په ګوته شوي. د نندراتون د جوړېدو پر مهال د سوداګریزو اړیکو د جوړېدو ټول فرصتونه یو ځای ته راټولېږي، ترسره شوې تجربې شریکېږي، د صنعت پرمختګ ته زمینه برابرېږي او په پایله کې پراخې سوداګریزې او اقتصادي شبکې رامنځته کېږي چې دا د یو هېواد پر سوداګریزه وده مثبت اغېز کولای شي.
نندارتون د سوداګریزو اړیکو حقیقت په پوره معنی نندارې ته وړاندې کوي. نندارتون رسنۍ، تبلیغات، د خدمتونو وړاندې کولو اسانتیاوې او ایډیال شرایط وړاندې کوي او په ټوله کې داسې یوه فضا رامنځته کوي، چې د نننۍ نړۍ له سوداګریزو معیارونو سره همغږې وي.
په نننۍ نړۍ کې د هر نندارتون جوړېدل د نویو محصولاتو د معرفي کېدو، د صنعتي وړتیاوو ښکاره کولو او د صنعت د پرمختګ او مدیریت په برخه کې د نوښتونو په اظهارولو سره پای ته رسېږي. په نندارتون کې د صنعتي او محصولاتي توکو د معرفي کېدو په صورت کې د صادراتو لپاره نوي بازارونه موندل کېږي، همدې ټکي ته په کتو په نننۍ نړۍ کې د سوداګریزو اړیکو د پراخولو، د مصرفي مارکېټونو ترلاسه کولو او په ټوله کې د یوې پراخې سوداګریزې شبکې رامنځته کول له نندارتونونو پرته ناممکن دي.
د نړۍ د سوداګریز مارکېټ راجلبولو لپاره موږ اړ یو چې خپلې صنعتي وړتیاوې د نندارتونونو له لارې نورو ته وښیو. د بېلګې په ډول، افغانستان د غالیو اوبدلو په برخه کې د نړۍ په کچه شهرت لري، چې د دغه صنعت تاریخ یې پېړیو ته رسېږي. موږ کولای شو د کورنیو او بهرنیو نندارتونونو له لارې د دغه صنعت په برخه کې خپلې وړتیاوې نړۍ ته ښکاره کړو، دې صنعت ته د هغوی توجو راجلب کړو، پراختیا ورکړو او د غالیو نړیوالو مارکېټونو ته څو چنده زیات صادرات ولرو.
د افغانستان وچې او تازه میوې، طبي بوټي، کرنیز محصولات او په ځانګړې توګه د نړۍ په کچه نایابه کانونه هغه پوتانشيل دی، چې د نندارتونونو له لارې ورته موږ نړیواله سوداګري او صنعت راجلبولی شو. د کانونو په برخه کې موږ د بېلګې په ډول د افغانستان د لیتیمو او د قیمتي ډبرو په برخه کې زمردو ته اشاره کولی شو. د افغانستان لیتیم او زمرد په نړیواله کچه پېرونکي لري، چې د مناسبو فرصتونو په صورت کې به په ډېر لوړ قیمت نورو هېوادونو ته صادر شي او د دغو فرصتونو برابرېدو تر ټولو ښه آفشن بهرني او نړیوال نندارتونونه دي.
د کورنیو او بهرنیو نندارتونونو له لارې موږ کولای شو پرمختللي سوداګریز شرکتونه سره یوځای کړو. د دغو شرکتونو د یو ځای کېدو په نتیجه کې په مختلفو برخو کې تجربې شریکېږي او په کم وخت او عالي کیفیت سره د تولید وړتیا رامنځته کوي. د نندارتونونو له لارې موږ کولای شو په مستقیم ډول د مختلفو کالیو، صنعتي تولیداتو او کرنیزو محصولاتو لپاره مشتریان پيدا کړو. له همدې لارې موږ کولای شو خپل سوداګریز سیالان وپېژنو، د هغوی د تولیداتو له کیفیت، ځانګړتیاوو، د انتقال له شرایطو، قیمتونو، له نورو تولیداتو سره د هغوی د پرتلې او په ټوله کې د خپلو او نورو توکو د کیفیت، په هغه کې د نوښت او همدارنګه د قوت او ضعف په اړه د مشتریانو نظرونه هم واخلو، چې دا چاره د سوداګرۍ پر پراختیا ځانګړی اغېز لري.
په مجموع کې ویلی شو چې د سوداګریز ډګر د پرمختګ په برخه کې د نندارتون ارزښت خورا لوړ دی او بله هېڅ لار یې سیالي نشي کولئ. ځکه نندارتون هغه ځای دی چې تبلیغات، رسنۍ، سوداګریزې اړیکې، مخامخ مشتریان، د اقتصادي تګلارو تبادله او د سوداګریزې نړۍ ټول اسباب تر یو چتر لاندې راټولوي.
د افغانستان صنعت
د اقتصاد د علم له نظره صنعت د توکو تولید او خدماتو ته ویل کېږي. یعنې ټول هغه څه چې انسان یې جوړ او رامنځته کوي او ټول هغه خدمات چې د انسان په لاس او یا هم د انسان په لاس د جوړو شوو وسایلو په وسیله وړاندې کېږي، صنعت بلل کېږي. د بېلګې په ډول، له غرونو او دښتو څخه راټول شوي یوشمېر طبي بوټي د درمل جوړولو په فابریکه کې له یوې مشخصې پروسې وروسته په درملو کې ګډېږي او بیا همدا درمل ناروغ ته تزریق او د هغه د روغتیا سبب کېږي. دا پروسه چې څومره پرمختللې او بریالۍ وي، په هماغه اندازه د صنعت پر وده دلالت کوي.
د یوې ټولنې د ګټې وټې اصلي سرچینه د هغوی په صنعت پورې تړلې ده. څومره چې صنعت پرمختللی او قوي وي، هومره یې ګټه زیاته او خدمات یې په اسانه ډول وړاندې کېږي. افغانستان هم د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی چې د صنعت تاریخ یې پخوانیو پېړیو ته رسېږي، خو له بدهمرغه په هېواد کې د مکررو جګړو له امله یې مطلوبه وده نه ده کړې. واک ته د اسلامي امارت په رسېدو او په ټول هېواد کې د سرتاسري امنیت په تأمین سره یوځل بیا د صنعت د ودې او پرمختګ لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
اسلامي امارت د صنعت سکټور د ودې او پراختیا په موخه د پيل شوو هڅو په لړ کې نندارتونونو ته ځانګړی ارزښت ورکړی او دا پروسه په خورا بریالي ډول روانه ده، چې موږ دلته لنډه اشاره ورته کوو.
د صنعت سکټور د ملاتړ په موخه جوړ شوي نندارتونونه
همدې اهمیت ته په کتو اسلامي امارت په کور دننه او بهر کې د نندارتونونو جوړولو لړۍ پيل کړې ده او غواړي له دې لارې د افغانستان کرنیز محصولات او تولیدي توکي نړۍ ته ور وپېژني. د ۱۴۰۲ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۱مه نېټه په کابل کې د کابل نړیوال پنځه ورځنی نندارتون د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د یوشمېر نورو لوړپوړو امارتي مسوولینو په حضور کې پرانیستل شو. په دغه نندارتون کې د ۶۷ پر ځان بسیا سکټورونو او د بېلابېلو صنعتي توکو ۴۵۰ غرفې نندارې ته ایښودل شوې وې، چې د کورنیو او بهرنیو صنعتکارانو، سوداګرو او سیلانیانو له لوري یې تود هرکلی وشو. د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په خاطر دا لومړی ځل و چې په هېواد کې دغه ډول پراخ او بېساری نندارتون جوړیږي.
د ۱۴۰۲ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۲۵مه نېټه د امام ابو حنیفه (رح) شپږ ورځنی دوهم ملي او نړیوال نندارتون هم په کابل کې پرانیستل شو. په دغه نندارتون کې په ۶۰۰ غرفو کې د مختلفو کورنیو کرنیزو او تولیداتي توکو سربېره د افغان سوداګرو په ګډون د ایران، ترکیې، ترکمنستان او پاکستان سوداګرو هم خپل تولیدي توکي نندارې ته وړاندې کړل. دغه نندارتون د هېواد کرنیزو محصولاتو او تولیداتو ته د بازارموندنې، د ملي پانګوالو د ملاتړ، د ملي او نړیوالو سوداګرو ترمنځ د اړیکو برابرولو او هېوادوالو ته د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ورپېژندلو په موخه جوړ شوی و، چې په سلګونو غرفو کې بېلا بېل کرنیز، ساختماني، لاسي صنایع، طبي وسایل، درمل او نور ملي محصولات او تولیدات نندارې ته پکې وړاندې شول.
د ۱۴۰۲ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۵مه نېټه د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په هڅو د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د قزاق – افغان نړیوال نندارتون هم پرانیستل شو. په دغه نندارتون کې د افغانستان د خصوصي سکټور د څوارلسو برخو ۳۵۰ استازو ګډون کړی و او په ۷۰ غرفو کې یې خپل محصولات او تولیدات د درېیو ورځو لپاره نندارې ته اېښي وو، چې ښه هرکلی یې وشو. د دغه نندارتون پر مهال قزاقي سوداګرو او صنعتکارانو د افغاني توکو رانیولو ته ډېره لېوالتیا وښوده او په مختلفو برخو کې یې د تجربو شریکولو پرېکړې وکړې.
همدا راز د ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۶مه نېټه په کابل کې د افغان – قزاق دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو. په دغه نندارتون کې ۸۰ شرکتونو چې ۴۰ یې افغاني او ۴۰ یې قزاقي وو؛ ګډون کړی و چې قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، خوراکي او غیر خوراکي توکي، لاسي صنایع، غالۍ او د دواړو هېوادونو نور تولیدات او محصولات پکې نندارې ته وړاندې شوي وو.
دغه نندارتون د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ د ودې او پراختیا په موخه جوړ شوی و چې د ګډون کوونکو شرکتونو لپاره د بي ټو بي ناستو زمینه مساعده وه.
څو ورځې وړاندې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د میزان میاشتې په پنځمه نېټه په کابل کې د امام ابو حنیفه (رح) اووه ورځنی درېیم ملي او نړیوال نندارتون هم پرانیستل شو. په دغه نندارتون کې په ۷۰۰ غرفو کې لسګونه ډوله کرنیز محصولات او صنعتي تولیدات نندارې ته اېښودل شوي وو، چې ۲۰۰ غرفې یې د بهرنیو شرکتونو لپاره ځانګړې شوې وې. د دغه نندارتون پر مهال افغان صنعتکارانو خوښي وښوده چې په مختلفو برخو کې خودکفایۍ ته نږدې شوي دي او د خپلې صنعتي ودې په موخه د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره ښه همغږي لري.
پر دې سربېره د سوداګرۍ کچې زیاتېدو او اقتصادي ودې د پياوړتیا په موخه په قطر، چین، ایران، مالیزیا، هند او یوشمېر نورو هېوادونو او په کور دننه په مختلفو ولایتونو کې د اسلامي امارت له لوري د کورني صنعت د ملاتړ په موخه نندارتونونه جوړ شوي، چې له ډېرو لاسته راوړنو ډک وو.
پایله
د صنعت سکټور د ملاتړ په موخه جوړو شوو نندارتونو خورا ښه پایله ورکړې ده. په کور دننه صنعت وده کړې، په سلګونو نویو تولیدي فابریکو پر فعالیت پيل کړی او لسګونه پخوانۍ فلج فابریکې بېرته فعالې شوې، چې ښه بېلګه یې امارتي شرکتونه دي. اوسمهال افغانستان په شاوخوا ۷۰ برخو کې خودکفايۍ ته نږدې شوی او هممهاله له ۱۳ ولایتونو د نړۍ شاوخوا ۸۰ هېوادونو ته نورمال صادرات لري.
د همدغو نندارتونونو جوړولو په پایله کې افغاني توکي تر نړیوالو مارکېټونو رسېدلي او څو برابره زیات پېرودونکي یې جلب کړي. ښه نمونه یې د اوسپنې پټلې په وسیله د ایران له لارې ترکیې ته د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو صادرېدل او همداراز د ازبیکستان له لارې روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د تازه او وچو میوو انتقالات دي.
اوسمهال ډېرې کورنۍ اړتیاوې له داخلي تولیداتو پوره کېږي چې ښه بېلګه یې د چرګانو غوښه ده. په دغه برخه کې واردات صفر ته ټیټ شوي. د همدې نندارتونونو له لارې هېوادوالو ته عامه پوهای ورکړل شوی څو له کورنیو تولیداتو استفاده وکړي که څه هم کیفیت یې تر بهرنیو هغو یوڅه ټیټ وي. ټولې امارتي ادارې مکلفې شوې دي چې د خپلو اړتیاوو پوره کولو پر مهال کورني تولیدات استفاده کړي.
یادو نندارتونونو پر سوداګرۍ او ځانګړې توګه د صادراتو پر زیاتوالي خورا مثبت اغېز کړی دی، چې د پخوا په پرتله بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان صادرات زیات شوي. ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو د همدغو نندراتونونو له لارې د افغاني توکو او محصولاتو واردولو ته لېوالتیا ښودلې او په دغه برخه کې یې له اسلامي امارت سره یوشمېر هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړي، چې ښه بېلګه یې د افغان – ازبیک نندارتون پر مهال د ۲.۱ میلیارد ډالرو په ارزښت د مختلفو تړونونو لاسلیک کېدل دي.
افغان صنعتکارانو او سوداګرو د همدې نندارتونونو له لارې مختلفې تجربې ترلاسه او د خپلو وړتیاوو لوړولو په موخه یې د بهرنیو شرکتونو همکاري خپله کړې ده. دوی خوشاله دي چې اوسمهال یې تولیدات په وخت او ښه بیه په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې پلورل کېږي، دې چارې یې پر کار او ژوند مثبت اغېز کړی.