«د وړو تمویلونو ملي کنفرانس: فرصتونه او ننګونې» تر سرلیک لاندې جوړ شوي ملي کنفرانس ته د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وینا

الحمدلله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی

 اما بعد!

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم،

 بسم الله الرحمن الرحیم

قال الله تعالی: وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ 

محترمو وزیر صاحبانو، د ملګرو ملتونو استازو، د بېلا بېلو امارتي ادارو ، اروپايي ټولنې، نړیوال بانک، د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو، د نړیوالو او داخلي مؤسساتو او رسنیو استازو او د کنفرانس ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وایم او مننه ترې کوم چې د وړو تمویلونو سکټور اړوند په دغه ملي کنفرانس کې یې له مونږ سره ګډون کړی.

تر ټولو دمخه د افغانستان بانک له مشرتابه او مسؤلینو څخه مننه کوم چې د وړو تمویلونو سکټور له لارې د پانګونې د تشویق او د کارونو د ایجاد په اړه يي دغه ملي کنفرانس جوړ کړی ده. د افغانستان بانک له لوري د مالي او بانکي سکټور د ښه مدیریت، د مالي ثبات او افغانیو ارزښت ساتل او په دې وروستیو کې د وړو تمویلونو سکټور د څارنې او تنظیم مقررې جوړول چې وروسته به یې په اړه مفصل معلومات له تاسې سره شریک سي د ستایلو وړ دي.

د وړو تمویلونو سکټور اړوند کنفرانس ځکه ډېر مهم دی چې د عامو او بې وزلو خلکو له ژوند سره تړاو لري. ځکه چې د دغه سکټور له لارې له بزګرانو، عامو او بې وزلو خلکو سره مرسته کېږي او هغوی ته د کار زمینه برابرېږی، چې له دې سره د بې وزلۍ، بې کارۍ او ټولنیزو ستونزو کچه راټیټېږي او په پایله کې د اقتصادي ودې او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لامل کېږي.

د فقر او بې کارۍ کمول او خلکو ته د کار زمینه برابرول، اسلامي امارت خپل مسؤلیت او لومړیتوب ګڼي، همدا رنګه د نړیوالې ټولنې او شتمنو افغانانو مسؤلیت هم دی چې په دې برخه کې فعاله ونډه ولري. څرنګه چې مخکې یادونه وسوه د وړو تمویلونو سکټور څخه ګټه اخیستونکي عام او بې وزله خلک، بزګران او د وړو کاروبارونو څښتنان دي او د دوی لاس نیوی د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ګډ هدف دی. نو اړینه ده چې ټول خپل مسؤلیت ادا کړو او یو بل سره په همغږۍ د دغه  سکټور له لارې خلکو ته د کار زمینه برابره کړو.

اوس له بل هر وخت دې ته زمینه برابره ده چې د وړو تمویلونو سکټور له لارې له عامو خلکو سره مرستې وسي او هغوی ته د کار زمینه برابره سي، ځکه چې په ټول هېواد کې الحمدلله امنیت تامین، شفافیت شتون لري، خلک پر وخت خپل مالي مکلفيت اداء کوي، د چا حق نه تلف کېږي او همدارنګه د افغانستان بانک له لوري د دغه سکټور د څارنې او تنظیم لپاره مقرره هم جوړه سوې چې په تېرو شلو کلونو کې دغه کار نه و ترسره سوی.

اسلامي امارت د یادې مقررې په جوړولو او د دغه کنفرانس په دایرولو سره د وړو تمویلونو سکټور د تقویې لپاره خپله ژمنتیا وښودله همدارنګه له ټولو ښکېلو لوریو څخه زموږ تمه دا ده چې د یاد سکټور له لارې خلکو ته د کار د زمینې په برابرولو کې له اسلامي امارت سره په ګډه کار وکړي.

په نړیوالې ټولنې او تمویلوونکو ادارو سربېره د هېواد په داخل او خارج کې مېشت شتمن افغانان هم باید په دغه کار کې د اسلامي امارت ترڅنګ ودرېږي. دوی کولاي سي چې د وړو تمویلونو مؤسسه په جوړولو سره په دغه برخه کې ونډه واخلي او همدارنګه کولی سي چې د یو نهاد له لارې د یو ولایت یا یوې ځانګړې سیمې خلکو سره مرسته وکړي، ځکه چې د جوړې سوې مقررې پر اساس اوس هر څوک کولی سي چې د یو ولایت په کچه د وړو تمویلونو مؤسسه جوړه کړي.

همدارنګه اوس عام خلک، بزګران او د وړو کاروبارونو لرونکي کولی سي چې له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي او خپل کاروبار پیل او یا پراخه کړي، چې د دې لپاره په مقرره کې تر ډېره هڅه سوې چې د تمویل د ترلاسه کولو لپاره شرایط اسانه سي ترڅو د لېرې پرتو سیمو او بې وزله خلک وکولاي سي چې تمویل ترلاسه کړي او دا لړۍ به د هېواد ټولو سیمو ته وغځول سي.

په پای کې یو ځل بیا له ټولو ښکېلو لورو او مرستندویه ادارو غوښتنه کوم چې په بې پرې توګه د وړو تمویلونو سکټور له لارې له بزګرانو، د وړو کاروبارونو درلودونکو او عامو خلکو سره مرسته وکړي او د کاري فرصتونو په برابرولو کې ونډه واخلي.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته