د برېښنا تولید یوشمېر پروژو ته د تایید نظر ورکړل شو

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۰:۴
د برېښنا تولید یوشمېر پروژو ته د تایید نظر ورکړل شو

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ کال د سلواغې میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. د تخنیکي کمېټې دې غونډې ته د نورستان ولایت په منډول ولسوالۍ کې پر طبیعي حوض او د همدې ولایت د نورګرام ولسوالۍ په کله‌ګوش سیمه کې د برېښنا بندونو د جوړولو په موخه د امکان سنجۍ مطالعاتو ترسره کولو او همدا راز د بغلان ولایت د مرکز پلخمري اړوند (۱۳) کلیو ته د برېښنا د ورکړې پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې. له هراړخیز بحث وروسته یادو پروژو ته د تایید نظر ورکړل شو او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS