د عزیزي ګروپ د څو پروژو د عملي چارو د پرانیستې په مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا
الحمدلله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی، اما بعد!
فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم،
بسم الله الرحمن الرحیم
قال الله تعالی: هُوَ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِیْهَا
د امارتي ادارو قدرمنو مشرانو او مسؤلینو، د عزیزي ګروپ مشرتابه پلاوي، مجاهدینو، د رسنیو استازو، محترمو مېلمنو او ټولو حاضرینو ته؛
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
ډېر خوښ یم چې نن ورځ د عزیزي ګروپ له خوا د څو سترو خیریه او سوداګریزو پروژو او تحصیلي او تعلیمي بنسټونو د پرانیستې په مراسمو کې ګډون کوم؛ دا په افغانستان کې د خصوصي پانګونې په برخه کې یو ستر او مهم ګام دی.
له هر څه وړاندې د عزیزي ګروپ مشرتابه او د افغانستان ټول شریف ملت ته د دغو مهمو خیریه او سوداګریزو پروژو او تحصیلي او تعلیمي بنسټونو د پرانیستې له امله مبارکي وایم.
دا چې د عزیزي ګروپ عمومي رئیس ښاغلی میرویس عزیزي په ۳۵۰ جریبه ځمکه کې چې د کابل د اتمې ناحیې په مربوطاتو کې موقعیت لري، د سل میلیونو ډالرو په ارزښت د څو سترو پروژو او تعلیمي او تحصیلي نهادونو د تأسیس عملي چارې پیلوي، دا ګام په افغانستان کې د خصوصي پانګونې په برخه کې ډېر د ستاینې او قدردانۍ وړ دی او مننه کوم چې په خپل هېواد کې په داسې سترو او مهمو پروژو کې پانګونه کوي.
محترمو حاضرینو!
څرنګه چې د عزیزي ګروپ له لوري په کابل کې د سرطاني ناروغیو د تداوۍ څلور سوه بستریز معیاري او مجهز روغتون، د مور او ماشوم د خوندیتوب لپاره دوه سوه بستریز زېږنتون، معیاري ښوونځي، د نرسېنګ انسټیټیوټ، طبي پوهنتون او د هېواد یتیمانو ته د پالنې او روزنې مرکز جوړولو په برخه کې عملي چارې پیلېږي او تر څنګ یې په پلان کې لري چې په راتلونکې کې د (۲۰۰ میګا واټه) په ظرفیت د برېښنا د تولید پروژې عملي چارې هم پیل کړي. دا د ټولو هېوادوالو لپاره مهم زیري دي او په افغانستان کې د خصوصي پانګونې په برخه کې یو ستر اقدام ګڼل کېږي.
ان شاءالله؛ د دغو روغتیايي پروژو، تحصیلي او تعلیمي بنسټونو په جوړېدو سره به د هېواد ډېرو خلکو ته د کار زمینه برابره سي، د زیر بنأ او ابادۍ په برخه کې به اغېزمن ګام واخیستل سي، مهمو خدماتو ته به د خلکو لاس رسی زیات او اسانه سي او د دغو سترو پروژو د پلي کېدو له امله به شا او خوا کوچني کاروبارونه هم ایجاد سي او په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه به هېوادوالو ته ډېرې ګټې ورسوي.
په عین وخت کې د عزیزې ګروپ له مشرتابه څخه هیله کوم چې دغه پروژې او تأسیسات د ټولو منل سوو معیارونو په پام کې نیولو سره تکمیل کړي او زه هیله مند یم چې ژر یې ګټې اخیستنې ته د سپارلو په مراسمو کې هم ګډون وکړو او هېوادوالو ته یې د بشپړیدو زېری هم ورکړو.
ګرانو هېوادوالو؛
تاسې ته هم وایم چې د مغرضو کړیو او رسنیو په غلطو او کاذبو تبلیغاتو باور مه کوئ او په بې اساسه منفي پروپاګندونو ځانونه مه تېر باسئ. لله الحمد تاسې هر څه په سترګو وینئ چې په هېواد کې امنیت تأمین دی، د خلکو مال او عزت خوندي دی، د هېواد په کچه لویې اقتصادي پروژې په معیاري توګه روانې دي، ورځ تر بلې مو د هېوادونو سره سوداګریزې او ډیپلوماتیکې اړیکې پیاوړې کېږي او د روښانه راتلونکې لپاره د ښه زیرو په تمه یو. دا نظام مو په اطاعت او خپل منځي احترام ګټلی دی؛ د اطاعت او احترام اصل د اسلامي امارت یو ذاتي اصل دی چې په هر حالت کې به ان شاءالله دوام کوي؛ زموږ د ټولو فکر یوازې د شریعت پر تطبیق، د هېواد پر آبادۍ او د ملت پر سوکالۍ متمرکز دی.
له توجه څخه مو مننه
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته