د ممیزو د پروسس فابریکې په پرانیستغونډه کې د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا:
الْحَمْدُ لِلَّهِ وَ سَلامٌ عَلى عِبادِهِ الَّذِينَ اصْطَفى اما بعد
فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم
بسم الله الرحمن الرحیم
قال الله تعالی: وَمِنْ أَصْوَافِهَا وَأَوْبَارِهَا وَأَشْعَارِهَا أَثَاثًا وَمَتَاعًا إِلَىٰ حِينٍ
د اسلامي امارت مسوولینو، مجاهدینو، پانګوالو، د خصوصي سکټور مسوولینو، د رسنیو استازو او محترمو مېلمنو!
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
الله تعالی دې وکړي چې له ښه صحت څخه به برخمن یاست. خوښ یم چې نن ستاسو سره په دې افتتاحیه غونډه کې ګډون کوم.
الحمدلله، نن ورځ اقتصادي ثبات ته د رسېدو په برخه کې یو بل مهم ګام اخلو. د کشمشو د پروسس فابریکې د عملي چارو پرانیسته نه یوازې زموږ د کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې یو مهم ګام او پرمختګ دی، بلکې د هېواد د اقتصادي ثبات، صادراتو معیاري کېدو او زیاتوالي او صنعتمحوره پراختیا لپاره ښه مثال ګڼل کېږي.
افغانستان کرنیز هېواد دی او کرنه د سوداګرۍ مهمه برخه جوړوي. زموږ هېواد په سیمه کې د تازه او وچو میوو ښه کیفیت لرونکې میوې لري. وچې او تازه میوې زموږ د صادراتو او په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د شناخت یوه مهمه برخه ده.
د صنعت وده د هر هېواد په اقتصادي پرمختګ کې اساسي رول لري. دا فابریکه، چې د کشمشو پروسس ته ځانګړې سوې، د کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړولو تر څنګ، سلګونه کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابروي، د سیمې اقتصاد ته حرکت ورکوي او د بهرنیو اسعارو د انتقال لپاره غوره سرچینه ګرځي.
د افغانستان اسلامي امارت له راتګ وروسته د نورو برخو ترڅنګ د کرنې سکټور ته هم ځانګړې پاملرنه سوې ده. د کرنې د پراختیا او پیاوړتیا په موخه مو د اوبو د مدیریت بېلابېلې پروژې پېل کړې، څو د هېواد کرنیز اقتصاد وده وکړي.
هغه څه چې زموږ بزګران یې تولیدوي او د هېواد له داخلي اړتیاوو اضافه وي، باید بهرنیو هېوادونو ته صادر سي. اسلامي امارت په دې تړاو د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې کړې دي. په دې اړه مو نندارتونونه جوړ کړي، پر بهرنیو وارداتو مو تعرفې زیاتې کړې او صادراتو په برخه کې مو ګڼې اسانتیاوې هم رامنځته کړې دي.
دغه راز، د کرنې سکټور د پیاوړتیا له پاره مو د کورنیو کرنیزو محصولاتو کارول لومړیتوب کې نیولي دي. د اوبو لګولو سیستمونو د ښه والي، سړو خونو د ایجاد او د پروسس او بسته بندۍ خونو د جوړولو په برخه کې پرمختګ سوی دی.
د کرنې سکټور په ګډون چې د افغانستان څومره توکي بهر ته صادرېږي، باید کیفیت او بسته بندۍ ته یې ډېره توجه وسي، ځکه دا زموږ د ټولو سکټورونو د پیاوړتیا، د افغانستان اعتبار او سوداګریزو اړیکو له پاره ډېر مهم دي.
اسلامي امارت د سیمه ییز اتصال د پیاوړتیا او پراختیا له پاره هڅې کوي. د دې هڅو یوه موخه دا ده چې موږ د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره لا ډېر نږدې سو او زموږ تولیدات او محصولات په اسانه، ارزانه او چټک ډول نورو بازارونو ته ورسېږي. له نېکه مرغه د اوسپنې پټلۍ شبکې پراختیا موندلې او ډېرو هېوادونو سره مو سوداګریزې اړیکې ټينګې او پراخه سوې دي.
همدا راز، هڅه کوو چې د لاجوردو دهلېز په بشپړ ډول فعال سي. په دې اړه مو د ایکو سازمان وروستۍ غونډه کې هم یادونه وکړه چې دا دهلېز د سیمه ییز اتصال له پاره ډېر مهم دی.
د اسلامي امارت لهخوا خصوصي سکټور ته ځانګړی اهمیت ورکړل سوی. د داخلي او بهرنیو پانګوالو لپاره مو لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي. د جواز اخیستو اسانه پروسه، د مالیاتو مناسب نظام، مالیاتي معافیت، په صنعتي پارکونو کې د فابریکو لپاره د ځمکو ورکړه، برېښنا، ترانسپورټ او نورو اړینو خدماتو ته لاسرسی، دا ټول هغه اقدامات دي، چې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د باور وړ او ډاډ فضا برابروي.
موږ یوازې په زراعت او صنعت کې نه، بلکې د کانونو، انرژۍ، مخابراتو، ترانسپورټ او خدماتو په برخو کې هم پانګونې ته زمینه برابره کړې ده. دا زموږ د اقتصاد تنوع او د بازار اړتیاوو ته پر وخت او مناسب ځواب ورکولو نښه ده.
د افغاني محصولاتو لپاره نړیوال بازار ته لار پرانیستل زموږ له اصلي اهدافو څخه دی. کشمش، زعفران، جلغوزي، غالۍ، وچه مېوه او نور کرنیز محصولات د افغانستان هویت، کیفیت او طبیعي ارزښت استازولي کوي.
د فابریکې له مسوولینو څخه غوښتنه کوم چې د کمیت پر ځای کیفیت ته لومړیتوب ورکړي او معیاري بسته بندۍ ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي چې دا کار به زموږ صادراتو ته نوی روح ورکړي او د نورو پانګوالو د جلب او جذب لپاره به یوه ښه بېلګه سي.
په پای کې غواړم د دغې فابریکې له مسوولینو او ټولو کارکوونکو څخه ځانګړې مننه وکړم، چې د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره یې یو مهم ګام اخیستی دی. اسلامي امارت به تل ستاسو ترڅنګ وي او موږ ژمن یو، چې د یو باثباته، تولیدي، صادرونکي او پرمختللي افغانستان لپاره ګډ کار وکړو.
والسلام علیکم و رحمة الله و برکاته