د رياست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نیټه د نفت او ګازو په برخه کې د ترکمنستان د کابینې له مرستیال باتور امانوف سره وکتل.

masih_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۳۸
د رياست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند  د ټاپي پروژې تطبيق کوونکي شرکت (ترکمن ګاز) له مسوولينو سره وکتل. د ترکمن ګاز شرکت مسوولینو د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کاري پرمختګونو په اړه معلومات شريک کړل. دوى وویل، اوسمهال د ا

د نفت او ګازو په برخه کې د ترکمنستان د کابینې مرستیال د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کاري پرمختګونو په اړه معلومات شريک کړل. نوموړي وویل، اوسمهال د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې چارې ۱۴ کيلومتره پرمخ تللې دي او ۷۰ کيلومتره نوره فاصله هم د پايپ غځولو لپاره چمتو شوې ده.
هغه زیاته کړه، د ۳۰ کيلومترو لپاره پايپونه جوړ شوي چې په راتلونکې مېاشت کې به يې د نصب او غځولو چارې بشپړې شي.
د نوموړي په خبره چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې کارونه په ښه ډول روان دي او اسلامي امارت ورته هر ډول اسانتياوې برابرې کړې دي. د نفت او ګازو په برخه کې د ترکمنستان د کابینې مرستیال داهم وویل چې په راتلونکي يو کال کې به په افغانستان کې ددغه مهمې سيمه ييزې پروژې چارې بشپړې کړي.
محترم ملا صاحب د ټاپي پروژې په برخه کې د ترسره شوو کارونو ستاينه وکړه او د پروژې د چارو پر کيفيت يې ټينګار وکړ

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS