له سعودي عربستان او چین سره د افغانستان ګډ اقتصادي کمېسیونونه فعالېږي

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۳۷
له سعودي عربستان او چین سره د افغانستان ګډ اقتصادي کمېسیونونه فعالېږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په څلورمه نېټه د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. غونډې ته له سعودي عربستان او چین سره د افغانستان د اقتصادي کمېسیونونو د فعالېدو او په دې کمېسیونونو کې د نویو غړو د زیاتېدو موضوع د بحث لپاره وړاندې شوه. له هراړخیز بحث وروسته د یادو کمېسیونونو بیا فعالېدل تایید او نوي غړي ور زیات شول. دغه کمېسیونونه به د افغانستان او یادو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ، په افغانستان کې د پانګونې او ګډو اقتصادي همکاریو په اړه همغږي لا پياوړې کړي.

همدارنګه، په غونډه کې صنعت‌کارانو او پانګوالو ته د بلخ ولایت د حیرتان صنعتي ښارګوټي د ځمکو د ورکړې په اړه د ټاکل شوې کمېټې راپور وړاندې شو. د راپور له اورېدو وروسته پرېکړه وشوه، چې د حیرتان صنعتي ښارګوټي ځمکې دې لومړی د اداراتو تر منځ د ملکیتونو په معلومولو سره تصفیه شي. همداراز دې په ورته وخت کې د کور او ښار جوړولو وزارت د موجوده تاسیساتو په پام کې نیولو سره د یاد ښارګوټي لپاره اصلاحي انکشافي پلان هم جوړ کړي.

په غونډه کې د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د سکندره سیمې د نفرایټو د ظواهرو د قرارداد ورکړه او د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د پنځه پوړیز سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه هم تایید شول.

یادې پرېکړې د نهايي تصمیم نیونې په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تعالی دفتر ته واستول شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS