د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه جوړه شوه

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۲۴
د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه جوړه شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن یکشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د هلمند ولایت د ښوراب ملکي هوايي ډګر او هلته د شته سړې خونې د بېرته فعالولو، د بار وړونکو وسایطو د نوبت قانون د تطبیق، په صنعتي پارکونو کې د ځمکې د نرخونو د قسطونو د وخت، د ولایتونو پر اساس د صنعتي پارکونو د ځمکو د کټه‌ګوریو ټاکلو او هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په موخه هغو پانګوالو ته چې په افغانستان کې نوې پانګونه کوي د مالیاتي معافیت موضوعات د بحث لپاره وړاندې شول.

له بحث وروسته د یادو موضوعاتو د هراړخیزې څېړنې لپاره کمېټې وټاکل شوې، څو خپل راپورونه په ټاکلو نېټو د اقتصادي کمېسیون مجلس ته وړاندې کړي.

همداراز د غونډې په پای کې د یوشمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې شول. یاد راپورونه تایید او اړوندو ادارو ته یې د تطبیق سپارښتنه وشوه.

پورته پرېکړې د نهايي تصمیم په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی دفتر ته واستول شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۲:۲۵
Background image

د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ پنځمه برخه بیاځلې فعاله شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۱مه نېټه په بلخ ولایت کې د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د پنځمې برخې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۲۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند حیرتان بندر ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او ورسره مل پلاوي د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۰مه نېټه په بلخ ولایت کې حیرتان بندر ته سفر وکړ. د دې سفر پرمهال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۲:۲۴
Background image

پانګونې بین الوزارتي کمېټې کابل کې د تفریحي، ورزشي او سوداګریز کمپلکس د سوداګریزو مارکیټونو په طرحو بحث وکړ

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار او د سرپل ولایت په مرکز. . .

BACK TO NEWS