د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړي دولتي پلاوي د ازبیکستان د ملي امنیت شورا سلاکار په مشرۍ له راغلي پلاوي سره په ګلخانه ماڼۍ کې وکتل

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲ - ۱۹:۲۰
5U2A9987

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړي دولتي پلاوي د ازبیکستان د ملي امنیت شورا سلاکار او په بهرني سیاست کې د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف په مشرۍ له راغلي پلاوي سره په ګلخانه ماڼۍ کې وکتل. په لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ترانزيټي، اوسپنې پټلۍ او برښنا پروژو په اړه هراړخیزې خبرې وشوې. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل، د ا.ا.ا د تېر یو نیم کال پر مهال له ازبیکستان سره په سیاسي او اقتصادي برخه کې ښې اړیکې درلودې او ا.ا د دغو اړیکو د لا پراختیا لپاره هڅې کوي. محترم ملا صاحب زیاته کړه:«افغانستان د جنوبي او مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ د پَله حیثیت لري او که له دغه ستراتیژیک موقعیت څخه ښه استفاده وشي، دا به د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ په سوداګرۍ او ترانزیټ برخه کې مهم رول ولوبوي. زه باور لرم چې افغانستان او ازبیکستان خپلو اړتیاوو او شته فرصتونو ته په کتو په سیمه کې دوه اغېزناک اقتصادي شریکان جوړېدای شي.» د ازبیک پلاوي مشر عبدالعزیز کاملوف وویل، دوی په نړیوالو فورمونو او غونډو کې له افغانستان څخه ملاتړ کړی دی او په هر حالت کې یې د أفغانستان د ګټو خوندي کولو لپاره هڅې کړې دي. ښاغلي کاملوف زیاته کړه، دوی پر ډېرو بنسټیزو پروژو سربېره چمتو دي چې د قوش‌تېپې له کانال څخه د اعظمي ګټې اخیستلو په موخه له اسلامي امارت سره د خپلو تخنیکي ټیمونو په واسطه ګډ کار او همکاري وکړي. ازبیک پلاوي زیاته کړه: «ازبیکستان چمتو دی چې د نړیوالو نورمونو په مراعاتولو او له پرمختللې ټکنالوژۍ په استفادې له آمو سیند څخه د اوبو حق اخیستلو او په بشپړ ډول د افغانستان امتیازاتو او حقوقو ته په پاملرنې له اسلامي امارت سره د قوش‌تېپې کانال د بشپړولو په اړه کار وکړي.» محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ازبیک لوري ته ډاډ ورکړ چې قوش‌تېپې کانال به د افغانستان او ازبیکستان تر منځ دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې او دغه دوه ګاونډي هېوادونه لا نږدې کړي. اسلامي امارت چمتو دی چې د یو ګډ تفاهم له لارې دغه حیاتي پروژه سرته ورسوي. د ناستې په پای کي دواړو لورو هیله څرګنده کړه چې دغه ډول ناستې دوامداره شي او د دواړو هېوادونو د مشترکو ګټو لپاره پکې مثبت پرمختګونه رامنځته شي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۳
Background image

په اسلام کلا بندر کې د لس زره ټنه په ظرفیت د نفتو او ګازو د زېرمو جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د نفتو او ګازو د تخلیې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۲۱
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د پوهنې وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له. . .

BACK TO NEWS